د ایران پر پوځي اهدافو د امریکا له بریدونو وروسته، ایراني ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر دویمه) د سیمې پر یو شمیر هیوادونو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي. د بحرین پوځ وویل چې د ایران یو شمېر هوایي بریدونه یې په بریالیتوب سره شنډ کړي دي. په ورته وخت کې، د دغه هیواد بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه "پر ملکي وګړو په وړاندې مستقیم ګواښ او د تاوتریخوالي خطرناک زیاتوالی" بللی، چې په وینا یې "سیمه ییز امنیت او ثبات" ته ګواښ پېښوي. کویټ هم ویلي چې د دغه هیواد هوایي ځواک د ایران له خوا "د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو" ته ځواب ویلی دی. په کویټ کې د اور وژنې چارواکو د استوګنې په یوه کمپلیکس کې د اورلګېدنې راپور ورکړ. چارواکو دا اورلګېدنه د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله وبلله. د اردن پوځ خبر ورکړی له ایران څخه توغول شوي ۱۰ یا ۱۳ بالستیک توغندي یې شند کړي دي او یو شمېر نور توغندي په لیرې پرتو سیمو کې راغورځېدلي دي. په ورته وخت کې، تیره شپه د عراق په کردستان سیمه کې لږ تر لږه ۱۰ بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوې دي. ایران په داسې حال کې دغه بریدونه کوي چې د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومانداني (سنټکام) د سه شنبې په ورځ (سپتمبر ۱) اعلان وکړ چې د ایران پر پوځي اهدافو یې د بریدونو یوه څپه په بریالیتوب سره بشپړه شوه. سنټکام په یو پیغام کې چې د اکس په حساب کې یې خپور کړی ویلي چې امریکایي ځواکونو د ایران د سپاه پاسداران اړوند د هوايي دفاع تاسیسات، بحري تجهیزات او تاسیسات، د ماین اېښودنې وړتیاوې، او مخابراتي مرکزونه په نښه کړي دي. قوماندانۍ ویلي چې دغه بریدونه وروسته له هغه ترسره شوي چې سپاه پاسداران په دې وروستیو کې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو او امریکایي ځواکونو د برید هڅې وکړې.