US Agency for Global Media

News and Information from Around the World

Clear all
1 Sep 2026, 12:31 GMT

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بسینټ له سي ان بي سي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي چې د امریکا له خوا د اقتصادي فشارونو او د ایران د سمندري محاصرې هدف، د داسې شرایطو رامنځ ته کول دي چې تهران د واشنګټن د شرایطو منلو او مذاکراتو ته د ستنیدو لپاره وهڅوي. بسینټ ددې مفکورې په ردولو سره چې د ایران په وړاندې اقتصادي فشارونه د چین له همکارۍ پرته امکان نلري، وویل چې د سمندري محاصرې په پایله کې د ایران شاوخوا ۳۰ میلیونه بیرله تیل د اوبو په سر پاتې دي. د امریکا د مالیې وزیر په وینا، حتی که د ایران حکومت وکړای شي د چین څخه پیسې هم ترلاسه کړي، د تیلو پر صادراتو د محدودیتونو دوام به د عوایدو دا سرچینه هم کمه کړي. بسینټ د ایران اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل چې د یاد هیواد د پیسو ارزښت سقوط کړی او انفلاسیون یې کابو ۱۰۰ فیصدو ته رسیدلی دی او د خوراکي توکو قیمت هم احتمالا ډیر لوړ دی. هغه وویل چې د تیلو په ټانکونو کې کتارونه ډیر اوږده شوي دي. د هغه په وینا د ایران د حکومت چارواکي اوس په ښکاره د اقتصادي شرایطو په اړه شکایت کوي او دا اندیښنې هم له تندلارو اړخونو او هم د ایران له خلکو سره شریکوي. د بسینټ په وینا، امریکا او چین د ایران په اړه مشترکې نقطې لري، د هغ په وینا، د چین حکومت هم موافق دی چې ایران باید اټومي وسلې ونلري او د هرمز تنګی باید د خوندي او ازاد تګ راتګ لپاره پرانیستی وي. د امریکا د مالیې وزیر وویل، اصلي پوښتنه دا ده چې کله به ایران د خبرو اترو میز د راتللو لپاره چمتو شي. هغه زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ په وروستیو اونیو کې ویلي چې د ایران حکومت لا هم یوې هوکړې ته چمتو نه دی، خو هغه په دې باور د سمندري محاصرې ترڅنګ دوامداره اقتصادي فشار کولی شي ایران یوې هوکړې ته وهڅوي. بسېنټ ټینګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ د امریکا شرایط روښانه کړي دي:" د ایران حکومت باید خپل اټومي پروګرام پرېږدي، په لوړه کچه غني شوي یورانیم وسپاري، د نیابتي ځواکونو ملاتړ ودروي او د هرمز تنګی د کښتیو تګ راتګ لپاره خلاص وساتي." د امریکا د مالیې وزیر په پای کې وویل چې پر ایران به د امریکا مالي فشار دوام ومومي، هغه زیاته کړه چې د ایران حکومت به د امریکا د اقتصادي او نظامي اقداماتو په نتیجه کې د خپلو عوایدو له سرچینو څخه نور هم بې برخې شوی دی.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 11:59 GMT

په امریکا کې د ټولنیزو رسنیو او ټکنالوژۍ لوی شرکتونه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د کاروونکو د عمر معلومولو هڅې ډېروي. مېټا، ګوګل او یو شمېر نور شرکتونه د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د کاروونکو فعالیتونه، انځورونه او نورې نښې څېړي، څو معلومه کړي چې کوم حسابونه د کم‌عمره کسانو دي. دا اقدامات وروسته له هغې اخیستل کېږي چې مېټا په یوې حقوقي قضیې کې موافقه وکړه چې یو شمېر امریکايي ایالتونو تقریبا ۱۸ میلیارد ډالر تاوان ورکړي. دغه قضیه د دې ادعاوو پر بنسټ وه چې انسټاګرام او فېسبوک داسې طرحه شوي چې د ځوانانو پام ځان ته ورجلب او هغوی په دغو شبکو پورې تړلي وساتي. خو د عمر د معلومولو نوې ټکنالوژي د محرمیت په اړه اندېښنې هم راپورته کړې دي، ځکه ښايي له کاروونکو څخه د هویت اسناد یا نور شخصي معلومات وغوښتل شي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 11:29 GMT

د هند صدراعظم نرېندرا مودي وايي د افغانستان وضعیت ته پام کولو پرته به په اسیا کې تلپاتې سوله او ثبات ترلاسه کول ستونزمن وي. نرېندرا مودي د سه شنبې په ورځ (سپتمبر لومړۍ) د شانهګای د همکاریو سازمان په غونډې کې وویل، "د یورو-اسیا د سولې او ثبات په اړه زموږ مشترکه هیله د افغانستان له سولې او ثبات سره تړلې دي." ښاغلي مودي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره «پراختیایي او بشري مرستې کوي او روانې به یې ساتي». د شانګهای د سازمان ۲۶مه غونډه د قرغیزستان په مرکز بشکیک کې وه، چې د غړو هېوادونو مشرانو او استازو په کې د سیمه ایزې همکارۍ، اتصال، سولې، امنیت او نورو اړوندو مسائیلو په اړه خبرې وکړې. د رسنیو د راپورونو په اساس په دې غونډې کې د افغانستان څخه کوم استازی نه و او نه هم افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه. د شانهګای د همکاریو د سازمان غونډه هرکال یو ځل کېږي. تېر کال دا غونډه د روسیې په پلازمېنې مسکو کې وشوه. دا سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د یو سیاسي، اقتصادي او امنیتي بنسټ په توګه جوړ شو چې چین، روسیه، قزاقستان، قرغیزستان،‌ اوزبیکستان او تاجیکستان یې لومړي غړي وو. هند او پاکستان په ۲۰۱۷، ایران په ۲۰۲۳ او بلاروس په ۲۰۲۴ کلونو کې د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهېسې د شانګهای د همکاریو سازمان ناظر غړی ، خو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په دغه سازمان کې د ناظر په توګه د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی دی.

Download metadata bundle