US Agency for Global Media

News and Information from Around the World

Clear all
2 Sep 2026, 15:29 GMT

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې په افغانستان کې د خلکو د معیشت د ملاتړ، د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو او د زیانمنونکو ټولنو د مقاومت او پیاوړتیا لپاره یې ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي. دا مرسته د «BRIDGE» په نوم د ۱۳.۵ میلیونه یورو د یوه پروګرام برخه ده، چې پاتې ۳.۵ میلیونه یورو به د آغاخان بنسټ له خوا برابرې شي. د اروپايي ټولنې د اعلامیې له مخې، دا پروګرام به د ۳۶ میاشتو لپاره د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې پلي شي. تمه ده چې په مستقیم ډول به ۸۳ زره او ۱۹۷ کسان او په غیرمستقیم ډول به له ۵۸۲ زرو څخه ډېر کسان ترې ګټه واخلي. ددې پروګرام له لارې مرستې زیاتره ځوانانو، راستنېدونکو کډوالو، د هېواد دننه بې‌ځایه شویو کسانو او د زیانمنو کورنیو غړو ته ځانګړی شوې دي. د دې پروګرام یوه مهمه برخه به د کرنې او د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړې وي. شاوخوا ۳۵ زره او ۹۰۰ کسان به د اقلیم له بدلون سره د مقابلې لپاره د کرنې، د کرنیزو ټکنالوژیو او د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت له پروګرامونو څخه برخمن شي. اروپايي ټولنه وايي، د دې پروګرام موخه په افغانستان کې د اقتصادي ثبات پیاوړتیا، د خلکو لپاره د کار او عاید فرصتونو رامنځته کول، د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ او د راستنېدونکو کډوالو او د هېواد دننه بې‌ځایه شویو کسانو د دوامدار ادغام لپاره د فرصتونو برابرول دي. دغه پروګرام به همدارنګه د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو د اصلي عواملو په کمولو کې مرسته وکړي.

Download metadata bundle
2 Sep 2026, 15:14 GMT

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ وايي، په ونزویلا کې د انرژۍ په برخه کې نوي تړونونه کولی شي د دغه هېواد د تېلو تولید په راتلونکو څو کلونو کې له دوه برابره زیات کړي. دا اقدام د واشنګټن د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د ونېزویلا پراخو نفتي زیرمو ته لاسرسی زیات او د انرژۍ عرضه پیاوړې کړي. رایټ چې د ونېزویلا له چارواکو سره د لیدنې لپاره هغه هېواد ته تللی، ویلي چې امریکايي او نړیوال شرکتونه به په ونېزویلا کې د انرژۍ په پروژو کې د پانګونې لپاره تړونونه لاسلیک کړي. د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا شیورون، د ایټالیا (اېني)، د هند (ONGC)، جیوپارک او ( GE Vernova) له هغو شرکتونو څخه دي چې په دغو پروژو کې به ونډه ولري. دا پرمختګ څو ورځې وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ونېزویلا سره د یوه پراخ تړون خبر ورکړ. د دغه تړون له مخې به ، واشنګټن ته د ونېزویلا د پراخو نفتي زیرمو یوې برخې ته د اوږدمهاله لاسرسي زمینه برابره شي. د سپینې ماڼۍ له خوا د خپرو شویو جزیاتو له مخې، خصوصي شرکت North American Blue Energy Partners د ونزویلا د ۱۷ نفتي ساحو د ۱۰۰ کلونو لپاره د استخراج حق ترلاسه کړي. اټکل شوې چې د دغو تیلو ټولې ساحوي زیرمې شاوخوا ۶۵ میلیارده بېرلو ته رسیږي. امریکا به په اصلي شرکت کې ۳۵ سلنه ونډه ولري او د تړون له ټاکل شویو شرایطو سره سم به د تېلو ۲۰ سلنه تولید ترلاسه کوي. د ونېزویلا د ولسي جرګې، چې د واکمن ګوند تر کنټرول لاندې ده، د سه‌شنبې په ورځ له دغه تړون څخه ملاتړ وکړ. خو ځینو نفتي شرکتونو او کارپوهانو د تړون د جوړښت، د تیلو د ساحو د سپارلو لپاره د سیالۍ د نشتوالي او د احتمالي حقوقي او سیاسي خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. په همدې حال کې، امریکايي شرکت شیورون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په ونېزویلا کې له اووه میلیارد ډالرو څخه زیاته پانګونه وکړي. د دې شرکت هدف دا دی چې په ونزویلا کې خپل د تېلو تولید له دوه برابره زیات کړي او شاوخوا ۶۰۰ زره بېرلو ته یې ورسوي. شیورون اوس مهال په دغه هېواد کې هره ورځ شاوخوا ۲۹۰ زره بېرله تېل تولیدوي، چې د رویټرز په وینا، ټول یې امریکا ته صادرېږي. اسوشیټېډ پرېس هم راپور ورکړی چې شیورون د ونېزویلا د تیلو په بډایې سیمې اورینوکو کې نورې ځمکې ترلاسه کړې دي. د دغه شرکت اجرائیوي رییس مایک ویرت ویلي چې د شرکت د فعالیتونو پراختیا د ونېزویلا د انرژۍ د سرچینو پر اوږدمهاله ظرفیت باندې د باور څرګندونه کوي. ونېزویلا د نړۍ تر ټولو لویې ثابتې شوې د تیلو زیرمې لري، خو د کلونو کمې پانګونې، ناسم مدیریت او بندیزونو له امله یې د تېلو تولید د پام وړ کچې ته کم شوی دی. د دغه هېواد د تېلو تولید چې د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کې هره ورځ له درې میلیونه بېرلو څخه زیات و، په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۱.۱ تر ۱.۲ میلیونه بېرلو ته رسېدلی دی. رایټ وايي، په ونزویلا کې د پانګونې او د تېلو د تولید زیاتوالی ښايي په پای کې د نړۍ پر بازارونو د تېلو د بیو د راټیټېدو فشار رامنځته کړي. خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ونېزویلا د تیلو زیانمنې شوې زېربنا د بیا رغولو لپاره پراخې پانګونې او وخت ته اړتیا ده، او د امریکا د سون توکو پر بیو یې اغېز ښايي سمدستي څرګند نه شي.

Download metadata bundle
2 Sep 2026, 13:50 GMT

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، هېواد یې له جرمني سره د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو د ګډ تولید او پراختیا تړون نهایي کوي. زیلینسکي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ، د سپټمبر دوهمه، د جرمني له صدراعظم فریدریش میرڅ سره له ټلیفوني خبرو وروسته کړې دي. هغه په اېکس کې لیکلي چې دواړو مشرانو د ډرونونو پر تړون، د جرمني د هوايي دفاع پر نوې مرستې او د مخامخ لیدنې پر پلانونو خبرې وکړې. دغه تړون چې اوکراین یې څو میاشتې مخکې وړاندیز کړی و، تمه ده د بېلابېل ډول ډرونونو، د توغندیو او اړوندو سافټویرونو ګډه پراختیا او تولید پکې شامل وي. دا به د جرمني او اوکراین د دفاعي همکاریو پر روانو پروګرامونو هم تکیه ولري. جرمني د کیف د سفارت له لارې د څو میلیون یورو په ارزښت د ۱۵ زره «سټریلا» شنډ کوونکو ډرونونو د برابرولو پروګرام هم تمویلوي. دغه ډرونونه د ایران ساخت د روسیې د «شاهد» ډوله برید ګرو ډرونونو د مخنیوي لپاره کارول کېږي. REST FOR WEB د جرمني دفاعي ټکنالوژۍ شرکت «کوانټم سیسټمز» او د اوکراین ډرون جوړونکي شرکت «WIY Drones» د اپرېل په میاشت کې د «Quantum WIY Industries» په نوم د ګډ شرکت د جوړېدو اعلان وکړ. دغه شرکت د شنډونکو ډرونونو او د هوايي دفاع اړوندو ټکنالوژیو د تولید د پراخولو لپاره جوړ شوی دی. جرمني همداراز د اوکراین د «SkyFall» شرکت د ۵۰ زره «شریک» بریدګرو ډرونونو د تولید لپاره د یوه قرارداد مالي ملاتړ کوي؛ دا د اوکراین لپاره د یوه غربي حکومت له خوا د ډرونونو له تر ټولو لویو پېژندل شویو پېرودونو څخه ګڼل کېږي. روسیې له څو پر له پسې ورځو راهیسې پر اوکراین د ډرون بریدونه کوي چې د خلکو ورځنی ژوند یې ګډوډ کړی او په پلازمېنه کییف کې یې د عامه ترانسپورټ فعالیت هم اغېزمن کړی دی. د هوايي بریدونو د خبرداریو له امله د کییف د مېټرو اورګاډي اړ کېږي چې د دنېپر سیند له تېرېدو مخکې خپل تګ ودروي. له همدې امله زرګونه مسافر اړ کېږي چې د ښار د دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ لپاره بدیلې لارې وکاروي. روسیه په دې وروستیو کې د جټ انجن لرونکو ډرونونو کارول زیات کړي دي. د دغو بریدونو له امله په وار وار د ښار ترانسپورتي خدمتونه درېدلي، په مېټرو تمځایونو کې ګڼې ګوڼې رامنځته شوې او مسافر د هوايي بریدونو د خبرداریو د پای ته رسېدو په تمه په انتظار پاتې شوي دي. د رویټرز د شاهدانو او د کییف د ښاروال ویتالي کلیچکو په وینا، د چهارشنبې په ورځ هم د کییف پر مرکزي سیمو د ډرون بریدونه شوي دي. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې پر اوکراین د روسیې د ډرونونو کمپاین پرله‌پسې اوومې ورځې ته داخل شوی دی.

Download metadata bundle
2 Sep 2026, 13:36 GMT

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د ان ټي وي جاپاني ټلوېزیون سیمه‌ییز خبریال شکیب احمد نظري په افغانستان کې له ۴۰۵ ورځو بند وروسته خوشې شوی او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی. د دغه مرکز په وینا، نظري له بګرام زندان څخه کابل ته د استخباراتو یوې توقیف‌خونې ته انتقال شوی و او وروسته د طالبانو د استخباراتو د پوځي محکمې له خوا د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغاتو په تور په درې کاله بند محکوم شوی و. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، نظري د خپل نیول کېدو پر مهال د مدافع وکیل له حق څخه محروم و. دغه مرکز د هغه اوږدمهاله بند د بشري او مسلکي حقونو سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې نوموړی باید له پیل څخه نه وای زنداني شوی. نظري د ۱۴۰۴ کال د زمري په دویمه له خبریال او رسنیز فعال بشیر هاتف او د توانا خبري اژانس له مسوول مدیر ابوذر صارم سرپلي سره یوځای په کابل کې نیول شوی و. هاتف هم له یوه کال بند وروسته خوشې شوی، خو د مرکز په وینا، ابوذر صارم سرپلی لا هم په زندان کې دی.

Download metadata bundle
2 Sep 2026, 12:42 GMT

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په منرالونو کې د پانګونې لپاره د طالبانو سره د کوم تعامل پلان نه لري. د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د چهارشنبې په ورځ [سپټمبر دویمه] امریکا غږ ته په یوه استول شوي بیان کې طالبان "ځانګړې نړیواله ترهګره" ډله بللې ده. په بیان کې راغلي: "داسې کول [په منرالونو د تعامل رامنځته کول] به یوازې د طالبانو لاسونو ته پیسې ور ورسوي او د افغانانو په وړاندې د هغوی وحشتناک چلند ته به لاره هواره کړي." د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د «فایننشال ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکې کې له امریکا غوښتي چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي. متقي د طالبانو او امریکا د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: "افغانستان د کانونو، زیربناوو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې د امریکا د پانګونې هرکلی کوي." په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې دوي له واشنګټن سره "ښې اړیکې" غواړي. مجاهد زیاته کړې چې افغانستان د امریکا سره "ډېپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو" ته اړتیا لري. د متحدو ایالتونو حکومت نه یوازې دا چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان په کانونو د کومې پانګونې لپاره لیوالتیا نه ده ښودلې، بلکې خپلې هغه مرستې هم ځنډولې چې ممکن د طالبانو لاسونو ته ورشي. طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول. متحده ایالتونو ویلي چې دوي طالبان یا کوم بل بنسټ د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت ندي پیژندلي. له روسیې پرته، بل هېڅ کوم هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د متحدو ایالتونو په شمول، د نړۍ د ګڼو هېوادونو غوښتنه داده چې د طالبانو حکومت دې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو درناوی وکړي او یو ټولشموله حکومت دې رامنځته کړي.

Download metadata bundle
2 Sep 2026, 12:33 GMT

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ (سپټمبر لومړۍ) وویل هڅه نه کوي چې ایران په زور سره د چنې وهلو میز ته راستون کړي. ولسمشر ټرمپ د ټروت سوشل په یوه پیغام کې د (اې بي سي نیوز) راپور رد کړی او لیکلي، "زما لپاره ارزښت نلري که هغوی (ایران) داسې هوکړه لاسلیک کړي چې د هغوی په نظر بې ارزښته وي." ډونالډ ټرمپ زیاته کړې، "زما خپل اوسنی وضعیت ډیر خوښ دی، پر هرمز تنګي تقریبا بشپړ کنټرول او په داسې حال کې چې د هغوی (ایران) اقتصاد په بشپړ ډول د پاشل کیدو په حال کې دی." ولسمشر ټرمپ همدارنګه په خپل دې پیغام کې زیاته کړې ده چې ایران په یوه نه ستنیدونکي مسیر روان دی، ولسمشر پوښتنه کړې چې د ایران خلک به "څه وخت راپورته شي او مبارزه به وکړي؟" ولسمشر ټرمپ وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ، سنټکام د ایران په وړاندې د یو لړ بریالیو پوځي بریدونو خبر ورکړ. سنټکام د واشنګټن په وخت د سه شنبې په مازدیګر د ایکس حساب کې یې خپور کړی ویلي چې امریکایي ځواکونو د ایران د سپاه پاسداران اړوند د هوايي دفاع تاسیسات، بحري تجهیزات او تاسیسات، د ماین اېښودنې وړتیاوې، او مخابراتي مرکزونه په نښه کړي دي. قوماندانۍ ویلي چې دغه بریدونه وروسته له هغه ترسره شوي چې سپاه پاسداران په دې وروستیو کې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو او امریکایي ځواکونو د برید هڅې وکړې. تر دې مخکې، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په خپل تروت سوشل ولیکل چې امریکایي پوځیان هرمز تنګي ته نږدې په ایراني اهدافو د ' پراخو او پیاوړو' بریدونو د تر سره کولو په حال کې دي. ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران غچ اخیستونکی اقدام وکړي له سختو او پراخو بریدونو سره به مخ شي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 23:46 GMT

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومانداني (سنټکام) د سه شنبې په ورځ (سپتمبر ۱) اعلان وکړ چې د ایران پر پوځي اهدافو یې د بریدونو یوه څپه په بریالیتوب سره بشپړه شوه. سنټکام په یو پیغام کې چې د اکس په حساب کې یې خپور کړی ویلي چې امریکایي ځواکونو د ایران د سپاه پاسداران اړوند د هوايي دفاع تاسیسات، بحري تجهیزات او تاسیسات، د ماین اېښودنې وړتیاوې، او مخابراتي مرکزونه په نښه کړي دي. قوماندانۍ ویلي چې دغه بریدونه وروسته له هغه ترسره شوي چې سپاه پاسداران په دې وروستیو کې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو او امریکایي ځواکونو د برید هڅې وکړې. ټرمپ: امریکا پر ایران د 'پراخو او پیاوړو ' بریدونو د ترسره کولو په حال کې ده امریکایي ځواکونو تر دې وړاندې د یکشنبې په ماښام د ایران د سپاه پاسداران پر هغو پوستو برید کړی و چې غوښتل یې د هرمز په تنګي کې ماینونه ځای په ځای کړي. د سنټکام په وینا، د امریکا پوځ د لارک په ټاپو کې د سپاه پاسداران د ماین اېښودونکو ځواکونو پر ضد، چې په هرمز تنګي کې یې سمدستي ګواښ رامنځته کړی و، «محدود او دقیق اقدام» ترسره کړ. ایران پر دغه ټاپو د امریکايي ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې ویلي چې په اردن کې یې د امریکا دوه پوځي اډې په نښه کړې دي. سنټکام زیاته کړې چې دا مهال په ټول منځني ختیځ کې له ۵۰ زرو څخه ډېر امریکایي سرتېري فعالیت کوي او د ولسمشر د امر په صورت کې د وژونکو پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره چمتو دي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 21:37 GMT

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشارې سره، د دې سیمې د امنیتي وضعیت د ناڅاپي خرابېدو د احتمال په اړه امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (سپتمبر ۱) په خپور کړي امنیتي خبرداري کې ویلي چې په منځني ختیځ کې امنیتي وضعیت لا هم پېچلی دی او په دې سیمه کې مېشت امریکایان باید له زیات احتیاط څخه کار واخلي. وزارت همداراز د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریمونو د تړل کېدو او په هوايي او ځمکنیو سفرونو کې د خنډونو د رامنځته کېدو د احتمال خبره کړې ده او له امریکایي اتباعو څخه یې غوښتي چې سیمې ته له سفر کولو او ورڅخه له وتلو وړاندې د هوايي ډګرونو او هوايي شرکتونو وروستي معلومات تعقیب کړي. په دې خبرداري کې ویل شوي چې ایران او د دغه هېواد ملاتړي ډلې ښايي له امریکا څخه بهر د متحدو ایالتونو پر ګټو، له امریکا سره په تړلو ځایونو او په ټوله نړۍ کې پر امریکایي وګړو بریدونه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې امریکایي شرکتونه او نور بنسټونه هم ښايي له ګواښ سره مخ شي، او له امریکایي وګړو یې غوښتي چې په هغو هېوادونو کې چې دوی پکې اوسېږي یا ورته سفر کوي، اړوند امنیتي خبرداریو ته پام وکړي. دا خبرداری داسې مهال خپرېږي چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران د سپاه پاسداران پورې اړوندو اهدافو باندې د نویو بریدونو د پیل خبر ورکړی دی. سنټکام د سې شنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل چې دغه بریدونه د واشنګټن پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شوي او وروسته له هغې ترسره کېږي چې سپاه پاسداران هڅه کړې وه په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو او په سیمه کې پر مېشتو امریکایي ځواکونو بریدونه وکړي. امریکایي پوځیانو تر دې مخکې د یکشنبې په ماښام د خارګ ټاپو پر هغو مواضعو برید کړی و چې د سپاه پاسداران ځواکونو پکې په هرمز تنګي کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو هڅه کوله. د سنتکام په وینا، امریکایي ځواکونو د سپاه پاسداران د ماین ایښودونکو پر وړاندې، چې په هرمز تنګي کې یې ګواښ رامنځته کړی و، «محدود او دقیق اقدام» کړی دی. ایران پر دغه ټاپو د برید په غبرګون کې ویلي چې په اردن کې یې د امریکا پر دوو پوځي اډو برید کړی دی. په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې امریکایي پوځیان د هرمز تنګي ته څېرمه پر ایراني اهدافو «پراخ او ځواکمن» بریدونه کوي. هغه وویل چې دغه بریدونه په هرمز تنګي کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو لپاره د «ایرانیانو د ناکامې هڅې» او په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د اتو توغندیو د توغولو په غبرګون کې ترسره کېږي. هغه زیاته کړه چې ټول توغندي له منځه وړل شوي دي. ټرمپ خبرداری ورکړ چې که ایران د غچ اخیستنې اقدام وکړي، متحده ایالتونه به «لا سخت او پراخ» بریدونه ترسره کړي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 18:52 GMT

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې امریکایي پوځیان هرمز تنګي ته نږدې په ایراني اهدافو د ' پراخو او پیاوړو' بریدونو د تر سره کولو په حال کې دي. ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ (سپټمبر اوله) په خپل تروت سوشل ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا بریدونه لوی او پیاوړي دي چې د هرمز په تنګي کې د ماین ایښودلو په اړه د ایرانیانو د ناکامې هڅې او په اردن کې د امریکا په نظامي اډې د ایران د اتو مزایلو د توغولو په غبرګون کې چې (ټول یې په بریالي ډول خنثی شول) ترسره کیږي. ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران غچ اخیستونکی اقدام وکړي له سختو او پراخو بریدونو سره به مخ شي. د ولسمشر ټرمپ تر دې پیغام مخکې، د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) وویل چې امریکایي پوځیانو د ایران د سپاه پاسداران پر اهدافو بریدونه پیل کړي دي. سنټکام د سه شنبې په ورځ (سپټمبر اوله) په خپل ایکس حساب لیکلي دي چې دا بریدونه د واشنګټن په وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شوي دي. سنټکام زیاته کړې ده چې" دا بریدونه د هرمز په تنګي کې د تجارتی کښتیو او په سیمه کې د میشتو امریکایي ځواکونو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوري د سپاه پاسداران د بریدونو د هڅو په لړ کې پیل شوي دي." امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې د یکشنبې په ماښام هم د ایران د سپاه پاسداران پر اهدافو چې غوښتل یې د هرمز په تنګي کې ماینونه ځای پرځای کړي، بریدونه وکړل. د سنټکام په وینا، د متحدو ایالتوتنو پوځ، په خارک جزیره کې د ایران د سپاه پاسداران د ماین ایښودونکو ځواکونو په وړاندې چې د هرمز د تنګي لپاره فوري ګواښ ګڼل کیده (دقیق او محدود اقدام) ترسره کړ. ایران د خارک پر ټاپو د متحدو ایالتونو د بریدونو په غبرګون کې په اردن کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو بریدونه وکړل. د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د ایران بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي او سخت ځواب به ورکړي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 17:16 GMT

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي دي چې امریکایي پوځیانو د ایران د سپاه پاسداران پر اهدافو بریدونه پیل کړي دي. سنټکام د سه شنبې په ورځ (سپټمبر اوله) په خپل ایکس حساب لیکلي دي چې دا بریدونه د واشنګټن په وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شوي دي. سنټکام زیاته کړې ده چې" دا بریدونه د هرمز په تنګي کې د تجارتی کښتیو او په سیمه کې د میشتو امریکایي ځواکونو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوري د سپاه پاسداران د بریدونو د هڅو په لړ کې پیل شوي دي." امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې د یکشنبې په ماښام هم د ایران د سپاه پاسداران پر اهدافو چې غوښتل یې د هرمز په تنګي کې ماینونه ځای پرځای کړي، بریدونه وکړل. د سنټکام په وینا، د متحدو ایالتوتنو پوځ، په خارک جزیره کې د ایران د سپاه پاسداران د ماین ایښودونکو ځواکونو په وړاندې چې د هرمز د تنګي لپاره فوري ګواښ ګڼل کیده (دقیق او محدود اقدام) ترسره کړ. ایران د خارک پر ټاپو د متحدو ایالتونو د بریدونو په غبرګون کې په اردن کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو بریدونه وکړل. د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د ایران بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي او سخت ځواب به ورکړي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 15:41 GMT

د متحده ایالاتو د فدرالي محکمې یو قاضي حکم صادر کړی چې رحمان الله لکڼوال ته دې د هغه خوښې برخلاف خواړه ورکړل شي او درملنه دې وشي. قاضي امیت مهتا د زندانونو فدرالي ادارې طبي مامورینو ته امر کړی چې کولی شي لکڼوال ته په جبري توګه خواړه ورکړی او تداوي یې وشي. لکڼوال چې سپینې ماڼۍ سره نږدې د امریکا د ملي ګارډ په غړیو باندې په ډزې کولو او قتل تورن دی، د څو میاشتې راهیسې یې په زندان کې د نه خوړو اعتصاب کړی و او اجازه یې نه ورکوله چې علاج یې وشي. هغه د جولای په میاشت کې وروسته تر دې چې روغتیایي وضعیت یې جدي شو، په عاجله توګه روغتون ته ولیږدول شو. تر اوسه نده معلومه چې لکڼوال ولې له خوراک څخه انکار کړی خو څارنوالانو ویلي چې اوس قاضي د زندان چارواکو ته اجازه ورکړې چې لکڼوال ته په جبري توګه خواړه ورکړي. د متحده ایالاتو عدلیې وزارت د قاضي مهتا څخه غوښتي و چې په جبري توګه لکڼوال ته د خوړو ورکولو حکم صادر کړی. څارنوالانو لیکلي چې متهم د خپلې روغتیایي وضعیت په هکله د پریکړې کولو توان لري. امریکا د فدرالي محکمې یو قاضي وایي د رحمان الله لکڼوال روغتیایي وضعیت جدي دی د رحمان الله لکڼوال وکیلانو ویلي چې د حکومت غوښتنې مخالفت به وکړي. وکیلانو یادونه کړې چې لکڼوال په روغتون کې یو څه خواړه خوړلي خو کله ناکله یې انکار هم کړی. د محکمې اسنادو پر اساس، دې وکیلانو استدلال کړی چې حکومت دا نده په ډاګه کړې چې د رحمان الله لکڼوال روغتیايي حالت په ریښتیا هم دومره خراب شوی چې په جبري توګه خوړو ورکولو لپاره یې باید چې محکمه حکم صادر کړي او دا چې تر لاسه شویو طبي سوابقو څخه دا نه څرګندیږي چې د حکومت د دریځ ملاتړ وکړي. مدافع وکیلې شیلي پیټرسن او د متحده ایالاتو د څارنوالې جینین پیرو د دفتر یوې ویاندې د دوشنبې په ورځ د رحمان الله لکڼوال روغتیایي وضعیت په هکله له تبصرې ډډه وکړله. په جبري ډول رحمان الله ته د خوړو ورکولو د حکم موده د روان میلادي کال د اکټوبر په ۲۸ مې پای ته رسیږي خو تر هغې وروسته یې موده بیا غځول کیدی شي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 14:55 GMT

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی، یوناما، په خپل تازه راپور کې وايي چې د افغانستان د لسیزو وسله‌والو جګړو قربانیان لا هم له ژورو فزیکي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي اغېزو سره مخ دي او ډېری یې عدالت، کافي ملاتړ او د اوښتو زیانونو منلو ته لاسرسی نه لري. د یوناما راپور تر ډېره له ۲۰۰۱ کال څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې، واک ته د طالبانو تر رسېدو پورې، د وسله‌والو جګړو پر اغېزو تمرکز کوي. دغه راپور د جګړې له ۱۹۵ قربانیانو او د هغوی له خپلوانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی. ۹۵ سلنه قربانیان له رواني اغېزو کړېږي د راپور له مخې، ۹۵ سلنه مرکه شویو کسانو ویلي چې له عاطفي یا رواني زیانونو سره مخ دي، چې خپګان، اضطراب، د تېرو دردناکو پېښو بیا یادېدل او د ټروما نورې نښې پکې شاملې دي. همدارنګه ۵۸ سلنه مرکه شویو کسانو ویلي چې د جګړې له امله یې فزیکي زیان لیدلی او ګڼ شمېر یې لا هم له مزمنو دردونو او د ټپونو له امله له رامنځته شویو معلولیتونو سره ژوند کوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې او د یوناما سرپرستې، جورجیټ ګانیون ویلي، له قربانیانو سره شوې مرکې ښيي چې په افغان ټولنه کې د جګړې له امله رامنځته شوې «ټولیزې رواني صدمې» څومره ژورې او پراخې دي. هغې ټینګار کړی چې د قربانیانو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره باید هغوی ته اوښتي زیانونه ومنل شي او د قربانیانو غږونه او حقونه د راتلونکو اقداماتو په محور کې وي. اقتصادي ستونزې او عدالت ته محدود لاسرسی قربانیانو یوناما ته ویلي چې ډېری یې د درملنې لګښتونه، د ویجاړو شویو کورونو بیارغونه او د خپلو کورنیو مالي ملاتړ نه شي برابرولی. راپور وايي، په جګړه کې کونډې شوې په ځانګړي ډول له اقتصادي ناامنۍ سره مخ دي، ځکه د افغانستان برحاله چارواکو پر ښځو داسې محدودیتونه لګولي چې کار ته یې لاسرسی محدودوي. د راپور له مخې، ۵۵ سلنه مرکه شویو کسانو د عدالت، خسارې جبران یا د حقونو د احقاق لپاره هېڅ هڅه نه ده کړې. ډېرو ویلي چې باور یې نه درلود اندېښنې به یې جدي ونیول شي او یا یې د غچ اخیستنې وېره لرله. له هغو کسانو څخه چې د جبران یا مرستې ترلاسه کولو هڅه یې کړې، ۶۴ سلنه ویلي چې هڅې یې بې پایلې پاتې شوې دي. قربانیان څه غواړي؟ کله چې له قربانیانو د هغوی د اړتیاوو په اړه پوښتنه شوې، ۸۱ سلنې مالي جبران، ۴۸ سلنه عدالت ته لاسرسی او ۴۷ سلنه د ورته پېښو د بیا تکرار د مخنیوي اقدامات مهم بللي دي. یوناما د افغانستان د لسیزو جګړو د پاتې اغېزو د حل لپاره د داسې هر اړخیزې تګلارې غوښتنه کړې چې قربانیان یې په محور کې وي. راپور له ټولو هغو اړخونو چې د جګړې له امله مسوولیت لري، غواړي د حساب ورکولو له هڅو ملاتړ وکړي او د قربانیانو د حقونو او اړتیاوو د پوره کولو لپاره اقدامات وکړي. یوناما همدارنګه له برحاله چارواکو غوښتي چې د قربانیانو د زیانونو د جبران او ملاتړ لپاره هر اړخیز پروګرامونه رامنځته کړي او له غړو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې افغانستان ته بشري مرستې د جګړې د قربانیانو د لومړیتوبونو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره برابرې کړي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 14:35 GMT

د هند کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ (سپتمبر ۱) د افغانستان سره د کرکټ د ۲۰ اوریز کرکټ سیریز لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه. په دې لوبډله کې د هند ۱۵ کلن زلمی لوبغاړی ویبهو سوریاونشي هم شامل شوی دی. سوریاونشي چې د هند په کورني کرکټ لیګ (ای پي ایل) کې ګڼ ریکارډونه لري، د روان کال د جولای په میاشت کې د ملي لوبډلې سره یو ځای شو. د هند په لوبډله کې د تیز توپ اچوونکي جسپریت بومرا نوم هم شامل دی. بومرا د زنګانه د ټپ له امله د تیرې څه مودې راهیسې لوبه نه ده کړې او څرګنده نده چې د افغانستان سره د لوبو تر پیل پورې به یې وضعیت ښه شي. په لوبډله کې د الراونډرانو نتیش کمار ریډي او واشنګټن سوندر برسرېره، تیز توپ اچوونکی هرشیت رانا برخه لري. د رانا روغتیايي وضعیت هم څرګند ندی. د افغانستان سره په لوبو کې به شریاس ایر د هند لوبډلمشر وي او سوریاکومار یادو چې د نړیوال جام د ګټونکې لوبډلې مشري یې کړې وه، ددې سیریز لپاره ندی اخیستل شوی. د هند په کوربه توب د افغانستان سره د درې ۲۰ اوریزو لوبو دا سیریز د سپټمبر له ۱۳مې څخه تر ۱۷مې پورې په نوي ډیلي کې کیږي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 14:30 GMT

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو وروستیو راپورونو په غبرګون کې، چې وايي ۱۲ افغان اتباع له امریکا څخه د مرکزي افریقا جمهوریت ته ایستل شوي، ویلي چې «د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ د پالیسیو پلي کول» د دغه وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په شپه، د اګست په ۳۱مه، د امریکا غږ د افغانستان څانګې د پوښتنو په ځواب کې د دغو افغانانو د ایستلو په اړه وویل: «موږ د پراخې او ناقانونه کډوالۍ د پای ته رسولو او د امریکا د پولو د امنیت د ټېنګولو په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګ ولاړ یو.» تر دې مخکې د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی و چې د امریکا حکومت د شنبې په ورځ، د اګست په ۲۹مه، لسګونه کسان، چې ۱۲ افغان اتباع هم پکې وو، د مرکزي افریقا جمهوریت ته شړلي دي. د راپور له مخې، په ایستل شویو افغانانو کې یو کس هم شامل دی چې وروڼه یې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو غړي وو. د دغه افغان، مدافع وکیل ویلي چې په امریکا کې یوه قاضي د دې اندېښنې له امله چې د هغه موکل به د طالبانو له ځورونې سره مخ شي، د هغه د ایستلو د مخنیوي حکم صادر کړی و؛ خو له دې سره سره نوموړی له امریکا څخه ایستل شوی دی. اسوشیټډ پرېس د محکمې د اسنادو په حواله راپور ورکړی چې د دغه افغان کورنۍ وروڼو ته له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله د طالبانو له لوري ګواښونه شوي وو. د امریکا غږ له لوري د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې دغه افغان تبعه، سره له دې چې د یوې امریکايي محکمې له خوا د نه ایستلو حکم یې درلود، له امریکا څخه وایستل شو، د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دغه وزارت د افشا شویو اسنادو د «کره‌والي یا ناسم‌والي» په اړه تبصره نه کوي. د امریکا غږ همداراز له د بهرنیو چارو وزارت څخه وپوښتل چې ایا په راتلونکې کې به نور افغانان هم له امریکا څخه وایستل شي که نه، خو وزارت وویل چې د دې معلوماتو لپاره باید د کډوالۍ او ګمرکونو له ادارې (ICE) سره اړیکه ونیول شي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 13:54 GMT

د شانګهاي د همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ سرمشریزه چې د قرغیزستان په مرکز بېشکیک کې جوړه شوې وه، د سه شنبې په ورځ [سپټمبر لومړۍ] د یوې اعلامیې په خپرولو سره پاي ته ورسېده. د ۲۰۲۶ کال سرمشریزه "د پایښت لرونکې سولې، پراختیا او سوکالۍ لپاره" د غړو هېوادونو پر یوالي متمرکزه وه. د اعلامیې په یوې برخې کې غړو هېوادونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې دې د ټولو قومونو او سیاسي ډلو په غړیتوب یو حکومت جوړ شي. اعلامیه زیاتوي چې د یو ټولشموله حکومت جوړول په افغانستان کې "د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو یوازینۍ لار ده". د شانګهای د همکارۍ سازمان یو امنیتي جوړښت دی چې د شپږ هېوادونو په نوښت جوړ شو او اوس پکې لس دایمي او ۱۶ ناظر هېوادونه غړیتوب لري. افغانستان په ۲۰۱۲ کال د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ناظر په توګه ومنل شو خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې غړیتوب وځنډول شو. په سږنۍ غونډه افغان استازي بلل شوي نه وو خو د سیمې یو شمېر مشرانو د افغانستان پر امنیت او ثبات خبرې کړې دي. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ته له پاملرنې پرته به په اسیا کې د تلپاتې ثبات ترلاسه کول ستونزمن وي. مودي ټینګار کړی چې نوی ډهلی به د افغانستان له خلکو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي. د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرزیایف په افغانستان کې د سولې او ثبات ساتنه د سیمې د امنیت او پراختیا لپاره اړینه بللې ده. میرزیایف افغانستان ته په اشارې د غونډې برخه والو ته ویلي چې سیمه یو "پرمختللي ګاونډي هیواد ته اړتیا لرو چې په رغنده سیمه ییزو پروسو کې شامل وي." د اوزبیکستان ولسمشر زیاته کړې: "هغه وخت راغلی چې د شانګهای د همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ منظمې خبرې اترې بیا پیل شي ترڅو د امنیت او اقتصادي همکارۍ اړوند پراخو مسایلو په اړه بحث او بیاکتنه وشي." په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېریش ددې غونډې په څنډه کې د کوربه هېواد قرغیزستان، اوزبیکستان او تاجیکستان له رهبرانو سره کتلي دي. ملګرو ملتونو لیکلي چې ګوتېرېش د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان پر حالاتو غږېدلی دی. په بیان کې د خبرواترو جزئیات خپاره شوي نه دي. تاجیکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري او په دې وروستیو کې یې د خپلو سرحدونو د خوندیتوب لپاره یو لړ اقدامات کړي دي. په قرغیزستان کې د شانګهاي د همکارۍ سازمان د سرمشریزې له پای ته رسېدو وروسته، پاکستان د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ کالونو لپاره د سرمشریزې نوبتي مشري په غاړه واخیسته.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 13:38 GMT

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز پر تنګي د امریکا د کنترول په اړه په ټېنګار سره ویلي دي چې هره شپه شاوخوا ۳۰ تجارتي کښتۍ د امریکایي پوځیانو په مرسته له دې ستراتیژیکي سمندري لارې څخه تیریږي. نوموړي چې د دوشنبې په ورځ (اګست ۳۱) په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل:" پرون شپه، لکه څنګه چې پوهیږئ د بحري ځواکونو په مرسته، یو شمیر کښتي تیرې شوې او موږ په منځنۍ توګه هره شپه دیرش کښتۍ تیرو. دا غټ شمیر دی او ډیر تېل د وتلو په حال کې دي. په همدې دلیل لکه څنګه چې فکر کیده د تېلو بیه به لوړیږي، هغه لوړه نشوه." ولسمشر ټرمپ یو وار بیا ایران یو (ماته خوړلی) هېواد وباله او د یوې پوښتنې په ځواب کې یې وویل چې د ایران د رژیم په وړاندې د اټومي وسلو د کاریدو اړتیا نشته. د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بسینټ له سي ان بي سي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي چې د امریکا له خوا د اقتصادي فشارونو او د ایران د سمندري محاصرې هدف، د داسې شرایطو رامنځ ته کول دي چې تهران د واشنګټن د شرایطو منلو او مذاکراتو ته د ستنیدو لپاره وهڅوي. بسینټ تیره اوونۍ د ایران په وړاندې د اقتصادي انزوا عملیات پیل کړل. د بسینټ په وینا ددغو عملیاتو هدف دادی چې د ایران ټول اقتصادي شریانونه پرې شي. بلخوا په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازی مایک والز له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي دي چې د نړۍ هیوادونه باید د ایران په وړاندې د بندیزونو په لګولو سره، خپله ونډه ترسره کړي. والتز وویل: نړۍ اوس باید خپله ونډه ترسره کړي:" بندیزونه ولګوي، له هغو خیالي بانکونو او شرکتونو سره چې ایران یې په پښو درولی، پریکنده چلند وکړي او حیاتي اقتصادي شاهرګونه یې پرې کړي." دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې امریکایي ځواکونو د یکشنبې په ماښام د ایران لارک جزیره بمبار کړه. د امریکایي پوځیانو په وینا، دغه برید د سپاه پاسداران د ماین ایښودونکو ځواکونو په وړاندې شوی دی. ایران ددغو بریدونو په غبرګون کې په اردن کې د متحدو ایالتونو پر اډو بریدونه وکړل. متحدو ایالتونو او ایران د روان کال د جون میاشتې په نیمایي کې یوې هوکړې ته ورسیدل، خو دا هوکړه د هرمز په تنګي کې پر تجارتي کښتیو د ایران له بریدونو وروسته، ولسمشر ټرمپ په جولای میاشت کې ملغی اعلان کړه. خو د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان د سه شنبې په ورځ په قرغزستان کې د خبرو پرمهال وویل، که متحده ایالات د شوې هوکړې ژمنو ته مخه وکړي، ایران به هم ورته کار وکړي. متحدو ایالتونو اټومي وسلو ته د ایران د مخنیوي او د یاد هیواد د ګواښونو د له منځه وړلو په هدف، د روان کال د فبروري په ۲۸مه نیټه پر هغه هیواد د حماسي غضب په نامه نظامي عملیات پیل کړل.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 13:38 GMT

د اوکراین چارواکي وايي، پلازمېه کیف ته څېرمه د بوریسپیل ښار باندي د روسیې د توغندیو په بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د کیف والي تیمور تکاچینکو د سې‌شنبې په ورځ، د سپتمبر په لومړۍ نېټه، وویل چې په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي. د ژغورنې ډلې د یوه زیانمن شوي پنځه‌پوړیزې ودانۍ څخه ۴۸ اوسېدونکي ایستلي او دوه کسان یې له کنډوالو څخه ژوندي را ایستلي دي. چارواکي وايي، د بریدونو له امله بل شوی اور یې هم مړ کړی دی. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي د سې‌شنبې په ورځ، چې ماشومان په ټول هېواد کې نوی تعلیمي کال پیلوي، پر روسیې سختې نیوکې وکړې. زیلنسکي په کیف کې په یوه ښوونځي کې، چې د ده په وینا روسیې ځواکونو په ۲۰۲۲ کال کې ویجاړ کړی و او اوس رغول شوی، وویل چې د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ هم د هوايي برید خبرداری ورکړل شوی و. هغه وویل، د روسیې د بریدونو له هڅو سره سره د اوکراین د ماشومانو بېرته ښوونځیو ته ستنېدل مهم دي او له ښوونکو او والدینو یې مننه وکړه چې د ماشومانو د زده‌کړو د دوام لپاره هڅې کوي. بلخوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا خبرداری ورکړی چې که په بالتیک سیمه کې د روسیې پر ضد پارونکي اقدامات زیات شي، مسکو به «ویجاړونکی» ځواب ورکړي. زاخارووا د سې‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د بالتیک په سیمه کې د پوځي او سیاسي وضعیت د لا خرابېدو په صورت کې به د هغې په وینا د « روسیې پر ضد د بې‌پروا اقداماتو» د هڅوونکو پر وړاندې د روسیې غبرګون پرېکنده وي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 12:53 GMT

د اروپايي هېوادونو دفاع وزیران په ایرلنډ کې سره راټول شوي، چې د اوکراین د جګړې او د اروپا د دفاعي چمتووالي په اړه غیر رسمي خبرې وکړي. د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو دفاع وزیران د سې شنبې په ورځ (سپتمبر لومړۍ) په ایرلنډ کې د اروپا د امنیت له مهمو او جدي ننګونو سره د مقابلې پر لارو چارو د بحث لپاره غونډه کوي. تمه ده چې د اروپايي ټولنې وزیران د دغې دوه ورځنۍ ناستې پر مهال د اوکراین، د اروپا د امنیت او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د لومړیتوبونو په اړه بحثونه وکړي. دا خبرې د ایرلنډ د دفاع وزیرې هیلن مک‌اینټي او د سیاسي چارو په برخه کې د اروپايي ټولنې استازې کایا کالاس په کوربتوب ترسره کېږي. دا غیر رسمي غونډه د اروپايي هېوادونو ددفاع وزیرانو ته فرصت ورکوي چې د اروپايي ټولنې د رسمي پرېکړو څخه بهر، د امنیتي همکاریو په اړه ازاد بحث وکړي. د ایرلنډ لپاره دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې دغه هېواد د اروپا په امنیتي او دفاعي همکاریو کې خپل رول ارزوي، خو په ورته وخت کې له پوځي اړخه خپله اوږده مهالې بې طرفه تګلاره هم ساتي. تمه ده چې په ایرلنډ کې د دفاع وزیرانو په خبرو کې دا موضوع هم وڅېړل شي چې اروپايي هېوادونه څنګه کولی شي له اوکراین سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او په عین حال کې د راتلونکو امنیتي ګواښونو پر وړاندې خپل غبرګون پیاوړې کړي. دغه دیپلوماتیکې ناستې به د چهارشنبې په ورځ هم دوام وکړي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 12:43 GMT

په داسې حال کې چې په نیپال کې په سیلابونو کې د ورکو شویو کسانو لټون او د اېسارو کسانو د ژغورلو عملیات روان دي، مقامات وايي چې د مړو شمېر تر ۱۰۰۰ کسانو پورته شوی دی. چارواکو نن سه شنبه (سپتمبر لومړۍ) د ۱۰۰۳ کسانو مړینه او د ۴۰۰۰ کسانو ورک کېدل تائید کړي. په ورکو شویو کسانو کې یې ۵۹۰ تنه بهرني اتباع دي. له طبیعي پېښو سره د نیپال د مبارزې ادارې ویلي چې په سیلابونو کې د یخ یو طبیعي یخچال نړېدلی چې ورسره ډبرې او خټې هم له سیلاب سره یو ځای شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د نیپال د صدراعظم بالندرا شاه په حواله لیکلي دي چې په سیلاب ځپلو سیمو کې څه باندې ۱۱۰۰۰ کسان ژغورل شوي او په ځینو سیمو کې مخابرات او برېښنا هم بېرته وصل شوي دي. نوموړي ویلي دي: «زرګونو خلکو خپل کورونه، عزیزان او ملکیتونه له لاسه ورکړی دي.» د هغه په وینا اغیزمنو شویو سیمو ته ۹۰۰۰ ژغورنکي استول شوي، د ژغورنې په عملیاتو کې د نیپال، هند او چین ځانګړې ډلې هم برخه لري. په نیپال کې څو ورځې مخکې دا ویجاړونکې سیلابونه ووتل. له نیپال سره د مرستو په لړ کې، متحدو ایالتونو له دغه هېواد سره څه باندې ۳.۶ میلیون ډالر حیاتي بشري مرستې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «متحده ایالتونه د نیپال د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او له درې اعشاریه شپږ میلیون ډالرو څخه زیات د ژوند ژغورنې بشري مرسته برابروي، چې په دې کې تر لس زرو سېلاب‌ځپلو کورنیو ته تر دریو میاشتو پورې بېړنۍ خوراکي مرسته هم شامله ده.»

Download metadata bundle