US Agency for Global Media

News and Information from Around the World

Clear all
2 Sep 2026, 18:01 GMT

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ د چهار شنبې په ورځ (سپټمبر دویمه) په خپل تروت سوشل د هرمز تنګي د نوم د بدلولو خبره مطرح کړې ده.

Download metadata bundle
2 Sep 2026, 17:56 GMT

د متحدو ایالتونو د مخدره موادو ضد ادارې د سريلانکا د پولیسو سره په ګډه د نشه يي توکو د قاچاق د یوې پاکستانۍ شبکې پر ضد په عملیاتو کې نږدې ۵۰۰ زره کیلوګرام میتامفتامین ضبط کړي دي.

Download metadata bundle
2 Sep 2026, 16:59 GMT

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وايي، د ایران پر اقتصاد د فشار د زیاتولو لپاره، هوايي شرکتونه، د بېړیو صنعت او ډیجیټلي شتمنۍ ښايي د امریکا د اقداماتو هدف وګرځي.

Download metadata bundle
2 Sep 2026, 15:29 GMT

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې په افغانستان کې د خلکو د معیشت د ملاتړ، د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو او د زیانمنونکو ټولنو د مقاومت او پیاوړتیا لپاره یې ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

Download metadata bundle
2 Sep 2026, 15:14 GMT

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ په ونیزویلا کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وایي.

Download metadata bundle
2 Sep 2026, 13:50 GMT

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، هېواد یې له جرمني سره د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو د ګډ تولید او پراختیا تړون نهایي کوي.

Download metadata bundle
2 Sep 2026, 13:36 GMT

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د ان ټي وي جاپاني ټلوېزیون سیمه‌ییز خبریال شکیب احمد نظري په افغانستان کې له ۴۰۵ ورځو بند وروسته خوشې شوی او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

Download metadata bundle
2 Sep 2026, 12:42 GMT

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په منرالونو کې د پانګونې لپاره د طالبانو سره د کوم تعامل پلان نه لري.

Download metadata bundle
2 Sep 2026, 12:33 GMT

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ (سپټمبر لومړۍ) وویل هڅه نه کوي چې ایران په زور سره د چنې وهلو میز ته راستون کړي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 23:46 GMT

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومانداني (سنټکام) وايي د ایران پر پوځي اهدافو یې د بریدونو یوه څپه په بریالیتوب سره بشپړه کړې ده.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 21:37 GMT

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (سپتمبر ۱) په خپور کړي امنیتي خبرداري کې ویلي چې په منځني ختیځ کې امنیتي وضعیت لا هم پېچلی دی او په دې سیمه کې مېشت امریکایان باید له زیات احتیاط څخه کار واخلي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 18:52 GMT

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې امریکایي پوځیان هرمز تنګي ته نږدې په ایراني اهدافو د ' پراخو او پیاوړو' بریدونو د تر سره کولو په حال کې دي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 17:16 GMT

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي دي چې امریکایي پوځیانو د ایران د سپاه پاسداران پر اهدافو بریدونه پیل کړي دي.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 14:55 GMT

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی، یوناما، په خپل تازه راپور کې وايي چې د افغانستان د لسیزو وسله‌والو جګړو قربانیان لا هم له ژورو فزیکي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي اغېزو سره مخ دي او ډېری یې عدالت، کافي ملاتړ او د اوښتو زیانونو منلو ته لاسرسی نه لري.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 14:35 GMT

د افغانستان سره د سیریز لپاره هند په خپله لوبډله کې ۱۵ کلن لوبغاړی ویبهو سوریاونشي هم شامل کړی دی.

Download metadata bundle
1 Sep 2026, 13:54 GMT

د شانګهاي د همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ سرمشریزه چې د قرغیزستان په مرکز بېشکیک کې جوړه شوې وه، د سه شنبې په ورځ [سپټمبر لومړۍ] د یوې اعلامیې په خپرولو سره پاي ته ورسېده.

Download metadata bundle