امریکا څخه د افغانانو اېستل؛ واشنګټن وايي ناقانونه کډوالۍ ختمولو ته ژمن دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو وروستیو راپورونو په غبرګون کې، چې وايي ۱۲ افغان اتباع له امریکا څخه د مرکزي افریقا جمهوریت ته ایستل شوي، ویلي چې «د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ د پالیسیو پلي کول» د دغه وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په شپه، د اګست په ۳۱مه، د امریکا غږ د افغانستان څانګې د پوښتنو په ځواب کې د دغو افغانانو د ایستلو په اړه وویل: «موږ د پراخې او ناقانونه کډوالۍ د پای ته رسولو او د امریکا د پولو د امنیت د ټېنګولو په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګ ولاړ یو.» تر دې مخکې د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی و چې د امریکا حکومت د شنبې په ورځ، د اګست په ۲۹مه، لسګونه کسان، چې ۱۲ افغان اتباع هم پکې وو، د مرکزي افریقا جمهوریت ته شړلي دي. د راپور له مخې، په ایستل شویو افغانانو کې یو کس هم شامل دی چې وروڼه یې د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو غړي وو. د دغه افغان، مدافع وکیل ویلي چې په امریکا کې یوه قاضي د دې اندېښنې له امله چې د هغه موکل به د طالبانو له ځورونې سره مخ شي، د هغه د ایستلو د مخنیوي حکم صادر کړی و؛ خو له دې سره سره نوموړی له امریکا څخه ایستل شوی دی. اسوشیټډ پرېس د محکمې د اسنادو په حواله راپور ورکړی چې د دغه افغان کورنۍ وروڼو ته له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله د طالبانو له لوري ګواښونه شوي وو. د امریکا غږ له لوري د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې دغه افغان تبعه، سره له دې چې د یوې امریکايي محکمې له خوا د نه ایستلو حکم یې درلود، له امریکا څخه وایستل شو، د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دغه وزارت د افشا شویو اسنادو د «کرهوالي یا ناسموالي» په اړه تبصره نه کوي. د امریکا غږ همداراز له د بهرنیو چارو وزارت څخه وپوښتل چې ایا په راتلونکې کې به نور افغانان هم له امریکا څخه وایستل شي که نه، خو وزارت وویل چې د دې معلوماتو لپاره باید د کډوالۍ او ګمرکونو له ادارې (ICE) سره اړیکه ونیول شي.