US Agency for Global Media

News and Information from Around the World

← Back to Direct feed
Download metadata bundle

افغان خبریال د ۴۰۰ ورځې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شو

2 Sep 2026, 13:36 GMT
افغان خبریال د ۴۰۰ ورځې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شو

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د ان ټي وي جاپاني ټلوېزیون سیمه‌ییز خبریال شکیب احمد نظري په افغانستان کې له ۴۰۵ ورځو بند وروسته خوشې شوی او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی. د دغه مرکز په وینا، نظري له بګرام زندان څخه کابل ته د استخباراتو یوې توقیف‌خونې ته انتقال شوی و او وروسته د طالبانو د استخباراتو د پوځي محکمې له خوا د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغاتو په تور په درې کاله بند محکوم شوی و. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، نظري د خپل نیول کېدو پر مهال د مدافع وکیل له حق څخه محروم و. دغه مرکز د هغه اوږدمهاله بند د بشري او مسلکي حقونو سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې نوموړی باید له پیل څخه نه وای زنداني شوی. نظري د ۱۴۰۴ کال د زمري په دویمه له خبریال او رسنیز فعال بشیر هاتف او د توانا خبري اژانس له مسوول مدیر ابوذر صارم سرپلي سره یوځای په کابل کې نیول شوی و. هاتف هم له یوه کال بند وروسته خوشې شوی، خو د مرکز په وینا، ابوذر صارم سرپلی لا هم په زندان کې دی.