پاکستان کې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه میشت افغانان له کلونو انتظار سره سره بې برخه لیکه دي
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان د امنیتي اندېښنو له امله ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان ته ولاړل او هلته یې درېیمو هېوادونو ته د انتقال انتظار پیل کړ. خو د ډېرو لپاره دا انتظار له میاشتو کلونو ته اوږد شوی. د ویزو ستونزې، د کار نشتوالی، اقتصادي فشار او افغانستان ته د بېرته ستنېدو وېره د هغو افغانانو لوی سرخوږی دی چې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت په پاکستان کې میشت دي. «تر ټولو سخته یې همدا ده چې وضعیت نامعلوم وي او انسان نه پوهېږي نور څومره وخت پاتې کېږي.» لینا اماني ښايي فکر کاوه چې په پاکستان کې به یې انتظار لنډ وي، خو دا لنډ انتظار لومړی په میاشتو او بیا بالاخره په کلونو بدل شو. څه کم پنځه کاله وړاندې، د ښځو د حقونو دا فعاله، چې د کابل د حقوقو له پوهنځي فارغه شوې، له کابل څخه ووته او پاکستان ته کډواله شوه. خو هغه وايي، هیله یې دا وه چې ډېر ژر به درېیم هېواد ته انتقال او نوی ژوند به پیل کړي، خو د کلونو له تېرېدو وروسته لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ ده. هغې ازادي راډیو ته وویل:"دا اوږد انتظار یوازې پر ما اغېز نه دی کړی، بلکې زما ټوله کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړې ده. موږ یوازې غواړو چې زموږ وضعیت روښانه شي، تر څو خپل عادي ژوند پیل کړو." هغه وايي، په افغانستان کې یې د خپلو فعالیتونو له امله ژوند له خطر سره مخ و، خو پاکستان ته له تګ وروسته یې ستونزې په بل ډول پیل شوې. د ویزې ستونزه، د کار محدود فرصتونه او اقتصادي فشار د هغې د ورځني ژوند مهمې ننګونې دي."دلته زما په ګډون د ټولو لپاره تر ټولو ستره ستونزه د ویزو ده. موږ غواړو چې لږ تر لږه په پاکستان کې مو اوسېدل قانوني شي، د کډوالۍ کیسونه مو پروسس شي، د زدهکړو او کار فرصت راته برابر شي. زموږ لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې له دې نامعلوم وضعیته بهر شو." خو د کډوالۍ دغه اوږده موده یوازې د هغې اقتصادي وضعیت نه دی اغېزمن کړی، بلکې د زدهکړو پلانونه یې هم ورسره ځنډېدلي دي. لینا وايي، غوښتل یې له لیسانس وروسته ماسټري وکړي، خو د کډوالۍ او نامعلوم وضعیت له امله یې دا هیله لا هم نیمګړې پاتې ده. سره له دې، هغې هڅه کړې چې د انتظار ترڅنګ خپل ورځنی ژوند هم پر مخ یوسي. هغه اوس د ګرافیک ډیزاین او ویب ډیزاین په برخه کې کار کوي او وايي، له همدې لارې د خپل ورځني ژوند ځینې لګښتونه پوره کوي. خو د لینا د زدهکړو او راتلونکي د ځنډ کیسه د افغانستان د ښځو له اوسني وضعیت سره هم تړاو لري. په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او ښځې له پوهنتوني زدهکړو هم منع دي. پر ښځو د کار او ټولنیز حضور محدودیتونو هم د هغوی د زدهکړو او مسلکي راتلونکي فرصتونه کم کړي دي. لینا وايي، همدا وضعیت د دې سبب شوی چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو تصور ورته لا سخت شي. "په افغانستان کې اوس مهال د ښځو ژوند له ډېرو سختیو سره مخ دی. که دا وضعیت دوام وکړي او نړۍ ته عادي شي، دا به زموږ لپاره ډېره دردونکې وي. د دغو محدودیتونو تر شا میلیونونه افغانې مېرمنې دي چې هرې یوې یې د راتلونکي لپاره بلا ډېرې هیلې درلودې." د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې اوس مهال د ښځو پر زدهکړو او کار پراخ محدودیتونه وضع شوي، خو هغه مېرمنې چې پاکستان ته تللې دي، هلته هم په وروستیو کې له سختو ستونزو او ناڅرګند وضعیت سره مخ دي. د همدې ناڅرګند وضعیت تر سیوري لاندې، لینا وايي چې د امریکا لپاره یې مهاجرتي دوسیه لا هم د امنیتي ارزونې په پړاو کې ده. هغه غواړي چې په پاکستان کې یې ویزې تمدید او کیسونه یې پروسس شي، تر څو خپل ژوند په عادي ډول بېرته پیل کړي او افغانستان ته له ایستل کېدو وژغورل شي. پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دغه هېواده د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو عملیات پیل کړل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر جولای میاشتې پورې له ۲.۶ میلیونو څخه ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. لینا اماني وايي، د دوی قضیې له نورو کډوالو جلا دي، نو ځکه باید د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ملاتړي هېوادونه پر پاکستان فشار راوړي، څو هلته د دوی د قانوني پاتې کېدو لپاره زمینه برابره شي. خو له دې ټولو سره سره، لینا وايي لا یې هیله نه ده پرېښې؛ هیله لري چې یوه ورځ به دا اوږد انتظار پای ته ورسېږي، ماسټري به وکړي او د خپل ژوند هغه فصل به پیل کړي چې پنځه کاله وړاندې یې د پرانیستل کېدو تمه لرله.
