بېسنټ: هوايي شرکتونه او ډیجیټلي اسعار ښايي پر ایران د اقتصادي فشارونو راتلونکي هدفونه وي
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وايي، د ایران پر اقتصاد د فشار د زیاتولو لپاره، هوايي شرکتونه، د بېړیو صنعت او ډیجیټلي شتمنۍ ښايي د امریکا د اقداماتو هدف وګرځي. بېسنټ د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۲) له فاکس نیوز سره په مرکه کې د روسیې له خوا د ایران د ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی ټولو خواوو ته د ایران د حکومت د ملاتړ په اړه خبرداری ورکړی دی. هغه وویل: «زما پیغام ټولو ته دا دی چې فاصله وساتئ. موږ ټول غواړو چې دا شخړه پای ته ورسېږي، او د پای ته رسولو تر ټولو چټکه لار یې دا ده چې هېڅوک د دې رژیم ملاتړ ونه کړي.» دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ایران څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. د امریکا د مالیې وزیر زیاته کړه: «موږ له هر هغه چا سره چې د دې رژیم ملاتړ کوي، ډېر مفصل بحثونه او خبرې اترې کوو.» بېسنټ د سې شنبې په ورځ هم ویلي وو چې د امریکا حکومت ښايي د الوتکو د کرایې شرکتونه په نښه کړي او احتمال شته چې د همدې اونۍ په ترڅ کې پر ایراني بانکونو نور بندیزونه هم ولګول شي. بېسنټ ویلي وو چې ایران د امریکا د اقتصادي فشارونو او په هرمز تنګي کې د سمندري محاصرې له امله د سخت اقتصادي بحران پړاو ته داخل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په شپه وویل چې موخه یې دا نه ده چې ایران د «خبرو اترو مېز» ته د کېناستو لپاره اړ کړي. ولسمشر ټرمپ په ټروت سوشل ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې د اې بي سي خبري شبکې راپور رد کړ او ویې ویل: «ما ته هېڅ ارزښت نه لري که هغوی [ایران] داسې یو تړون لاسلیک کړي چې د دوی له نظره هېڅ ارزښت ونه لري.» ډونالډ ټرمپ زیاته کړه: «زه زموږ اوسنی حالت ډېر زیات خوښوم. موږ پر هرمز تنګي نږدې بشپړ کنټرول لرو، او د هغوی [ایران] اقتصاد په بشپړه توګه د سقوط په حال کې دی.»