US Agency for Global Media

News and Information from Around the World

← Back to Direct feed
Download metadata bundle

ټرمپ: ایا د هرمز تنګي نوم بدل کړو او د ټرمپ تنګی یې وبولو؟

2 Sep 2026, 18:01 GMT
ټرمپ: ایا د هرمز تنګي نوم بدل کړو او د ټرمپ تنګی یې وبولو؟

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهار شنبې په ورځ (سپټمبر دویمه) په خپل تروت سوشل د هرمز تنګي د نوم د بدلولو خبره مطرح کړې ده. نوموړي د یوې پوښتنې په مطرح کولو سره ویلي "دا چې هرمز تنګی اوس د امریکا تر کنټرول لاندې دی، باید نوم یې د ټرمپ په تنګي بدل شي؟" ولسمشر ټرمپ ددې پیغام په دوام زیاته کړې ده چې دغه تنګی به د امریکا په څېر، تر بل هر وخت، "ډېر جذاب" وي. نوموړي تر دې مخکې هم د اګست په ۱۴ نیټه ویلي وو چې د ایران تر ماتې وروسته به دغه تنګی د متحدو ایالتونو د قلمرو په توګه اعلان کړي. ولسمشر ټرمپ په تیرو څو ورځو کې په پرله پسې ډول ویلي دي چې متحده ایالات په بشپړ ډول د هرمز پر تنګي کنټرول لري او امریکایي ځواکونو له یادې تنګي څخه ټول ماینونه پاک کړي دي. ولسمشر په داسې حال کې دغه مسله مطرح کوي چې اوسمهال په زرګونه امریکایي ځواکونه او ددغه هیواد شاوخوا شل جنګي کښتۍ په سیمه کې میشتي دي چې د ایران د بنادرو د محاصرې سربیره د تجارتي کښتیو تګ راتګ سره مرسته کوي. بلخوا ایران ادعا کوي چې د هرمز پر تنګي کنټرول لري او هیڅ بیړۍ د هغوی له اجازې پرته نشي کولی له دې ستراتیژیکي لارې څخه تیره شي.