د امریکا او سريلانکا مسئولینو د پاکستان د مخدره توکو د قاچاق یوې شبکې پرضد عملیات کړي
د متحدو ایالتونو د مخدره موادو ضد ادارې د سريلانکا د پولیسو سره په ګډه د نشه يي توکو د قاچاق د یوې پاکستانۍ شبکې پر ضد په عملیاتو کې نږدې ۵۰۰ زره کیلوګرام میتامفتامین ضبط کړي دي. چارواکو ویلي چې دا مخدره توکي له یو باروړونکي کانټینر څخه ترلاسه شوي، چې د تېرې اونۍ په پای کې د سريلانکا پایتخت کولمبو ته رسېدلی و. په عملیاتو کې دوه پاکستاني وګړي هم نیول شوي دي. په سريلانکا کې د متحدو ایالتونو سفارت د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۲) په یو بیان کې ویلي چې دغه مخدره مواد، چې ارزښت یې ۲۱ میلیون ډالرو ته رسېږي، په تکه يي ټوټو کې پیچل شوي وو او ټاکل شوې وه چې د سري لانکا له لارې نړیوالو بازارونو ته قاچاق شي. د سفارت په وینا، د امریکا د مخدره موادو ضد ادارې (ډي اي اې) دغه عملیات د سريلانکا د پولیسو د مخدره موادو ضد څانګې سره په همکارۍ ترسره کړي او د اګست د ۱۴مې او ۲۹مې نېټې ترمنځ یې له پاکستان څخه د لېږدول کېدونکو باروړونکو کانټینرونو څارنه کوله. د امریکا د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي: «دا عملیات د امریکا او سريلانکا د همکارۍ ځواک څرګندوي، څو هغه نړیوالې جنایي شبکې له منځه یوسي چې ترهګرۍ ته مالي ملاتړ برابروي او زموږ د دواړو هېوادونو ټولنې ګواښي.» د سريلانکا د لویې څارنوالۍ مرستیال اشوکا درماسینا خبریالانو ته وویل چې د ضبط شویو مخدره موادو په تړاو یو سريلانکایی وګړی هم نیول شوی او زیاته یې کړه چې عملیات د ترلاسه شوو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي. چارواکو ویلي چې په ضبط شویو توکو کې هیروئین او کوکایین هم شامل دي. د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس، د سریلانکا د عامه امنیت وزیر انندا ویجېپالا پارلمان ته ویلي چې د ډیری ناقانونه مخدره موادو سرچینه افغانستان او پاکستان دي، او دغه مواد د سمندر له لارې سريلانکا ته قاچاق کېږي. د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د سريلانکا یوې محکمې لسو ایراني وګړو ته، وروسته له هغې چې د هیروئینو په قاچاق یې اعتراف وکړ، د عمر قید سزا ورکړه.