د بودجې د کمښت له کبله په افغانستان کې تر ۱۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه بند شوي
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بودجې د کمښت له امله تر ۱۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې له کبله یې میلیونونه ماشومان له ژوند ژغورونکو روغتیايي او تغذیوي خدمتونو بې برخې شوي دي.
