US Agency for Global Media

News and Information from Around the World

← Back to Direct feed
Download metadata bundle

د شانګهای سرمشریزه: افغانستان کې د ستونزو یوازینی حل د ټولشموله حکومت جوړول دي

1 Sep 2026, 13:54 GMT
د شانګهای سرمشریزه: افغانستان کې د ستونزو یوازینی حل د ټولشموله حکومت جوړول دي

د شانګهاي د همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ سرمشریزه چې د قرغیزستان په مرکز بېشکیک کې جوړه شوې وه، د سه شنبې په ورځ [سپټمبر لومړۍ] د یوې اعلامیې په خپرولو سره پاي ته ورسېده. د ۲۰۲۶ کال سرمشریزه "د پایښت لرونکې سولې، پراختیا او سوکالۍ لپاره" د غړو هېوادونو پر یوالي متمرکزه وه. د اعلامیې په یوې برخې کې غړو هېوادونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې دې د ټولو قومونو او سیاسي ډلو په غړیتوب یو حکومت جوړ شي. اعلامیه زیاتوي چې د یو ټولشموله حکومت جوړول په افغانستان کې "د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو یوازینۍ لار ده". د شانګهای د همکارۍ سازمان یو امنیتي جوړښت دی چې د شپږ هېوادونو په نوښت جوړ شو او اوس پکې لس دایمي او ۱۶ ناظر هېوادونه غړیتوب لري. افغانستان په ۲۰۱۲ کال د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ناظر په توګه ومنل شو خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې غړیتوب وځنډول شو. په سږنۍ غونډه افغان استازي بلل شوي نه وو خو د سیمې یو شمېر مشرانو د افغانستان پر امنیت او ثبات خبرې کړې دي. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ته له پاملرنې پرته به په اسیا کې د تلپاتې ثبات ترلاسه کول ستونزمن وي. مودي ټینګار کړی چې نوی ډهلی به د افغانستان له خلکو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي. د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرزیایف په افغانستان کې د سولې او ثبات ساتنه د سیمې د امنیت او پراختیا لپاره اړینه بللې ده. میرزیایف افغانستان ته په اشارې د غونډې برخه والو ته ویلي چې سیمه یو "پرمختللي ګاونډي هیواد ته اړتیا لرو چې په رغنده سیمه ییزو پروسو کې شامل وي." د اوزبیکستان ولسمشر زیاته کړې: "هغه وخت راغلی چې د شانګهای د همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ منظمې خبرې اترې بیا پیل شي ترڅو د امنیت او اقتصادي همکارۍ اړوند پراخو مسایلو په اړه بحث او بیاکتنه وشي." په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېریش ددې غونډې په څنډه کې د کوربه هېواد قرغیزستان، اوزبیکستان او تاجیکستان له رهبرانو سره کتلي دي. ملګرو ملتونو لیکلي چې ګوتېرېش د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان پر حالاتو غږېدلی دی. په بیان کې د خبرواترو جزئیات خپاره شوي نه دي. تاجیکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري او په دې وروستیو کې یې د خپلو سرحدونو د خوندیتوب لپاره یو لړ اقدامات کړي دي. په قرغیزستان کې د شانګهاي د همکارۍ سازمان د سرمشریزې له پای ته رسېدو وروسته، پاکستان د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ کالونو لپاره د سرمشریزې نوبتي مشري په غاړه واخیسته.