یوناما: د افغانستان د لسیزو جګړو قربانیان لا هم عدالت او حمایت غواړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی، یوناما، په خپل تازه راپور کې وايي چې د افغانستان د لسیزو وسلهوالو جګړو قربانیان لا هم له ژورو فزیکي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي اغېزو سره مخ دي او ډېری یې عدالت، کافي ملاتړ او د اوښتو زیانونو منلو ته لاسرسی نه لري.