US Agency for Global Media

News and Information from Around the World

← Back to Direct feed
Download metadata bundle

د امریکا د فدرال یوه قاضي رحمان الله لکڼوال ته په جبري توګه د خوړو ورکولو حکم صادر کړ

1 Sep 2026, 15:41 GMT
د امریکا د فدرال یوه قاضي رحمان الله لکڼوال ته په جبري توګه د خوړو ورکولو حکم صادر کړ
Rahmanullah Lakanwal

د متحده ایالاتو د فدرالي محکمې یو قاضي حکم صادر کړی چې رحمان الله لکڼوال ته دې د هغه خوښې برخلاف خواړه ورکړل شي او درملنه دې وشي. قاضي امیت مهتا د زندانونو فدرالي ادارې طبي مامورینو ته امر کړی چې کولی شي لکڼوال ته په جبري توګه خواړه ورکړی او تداوي یې وشي. لکڼوال چې سپینې ماڼۍ سره نږدې د امریکا د ملي ګارډ په غړیو باندې په ډزې کولو او قتل تورن دی، د څو میاشتې راهیسې یې په زندان کې د نه خوړو اعتصاب کړی و او اجازه یې نه ورکوله چې علاج یې وشي. هغه د جولای په میاشت کې وروسته تر دې چې روغتیایي وضعیت یې جدي شو، په عاجله توګه روغتون ته ولیږدول شو. تر اوسه نده معلومه چې لکڼوال ولې له خوراک څخه انکار کړی خو څارنوالانو ویلي چې اوس قاضي د زندان چارواکو ته اجازه ورکړې چې لکڼوال ته په جبري توګه خواړه ورکړي. د متحده ایالاتو عدلیې وزارت د قاضي مهتا څخه غوښتي و چې په جبري توګه لکڼوال ته د خوړو ورکولو حکم صادر کړی. څارنوالانو لیکلي چې متهم د خپلې روغتیایي وضعیت په هکله د پریکړې کولو توان لري. امریکا د فدرالي محکمې یو قاضي وایي د رحمان الله لکڼوال روغتیایي وضعیت جدي دی د رحمان الله لکڼوال وکیلانو ویلي چې د حکومت غوښتنې مخالفت به وکړي. وکیلانو یادونه کړې چې لکڼوال په روغتون کې یو څه خواړه خوړلي خو کله ناکله یې انکار هم کړی. د محکمې اسنادو پر اساس، دې وکیلانو استدلال کړی چې حکومت دا نده په ډاګه کړې چې د رحمان الله لکڼوال روغتیايي حالت په ریښتیا هم دومره خراب شوی چې په جبري توګه خوړو ورکولو لپاره یې باید چې محکمه حکم صادر کړي او دا چې تر لاسه شویو طبي سوابقو څخه دا نه څرګندیږي چې د حکومت د دریځ ملاتړ وکړي. مدافع وکیلې شیلي پیټرسن او د متحده ایالاتو د څارنوالې جینین پیرو د دفتر یوې ویاندې د دوشنبې په ورځ د رحمان الله لکڼوال روغتیایي وضعیت په هکله له تبصرې ډډه وکړله. په جبري ډول رحمان الله ته د خوړو ورکولو د حکم موده د روان میلادي کال د اکټوبر په ۲۸ مې پای ته رسیږي خو تر هغې وروسته یې موده بیا غځول کیدی شي.