US Agency for Global Media

News and Information from Around the World

← Back to Direct feed
Download metadata bundle

د بهرنیو چارو وزارت: امریکايي اتباع دې منځني ختیځ ته د سفر په مهال احتیاط وکړي

1 Sep 2026, 21:37 GMT
د بهرنیو چارو وزارت: امریکايي اتباع دې منځني ختیځ ته د سفر په مهال احتیاط وکړي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشارې سره، د دې سیمې د امنیتي وضعیت د ناڅاپي خرابېدو د احتمال په اړه امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (سپتمبر ۱) په خپور کړي امنیتي خبرداري کې ویلي چې په منځني ختیځ کې امنیتي وضعیت لا هم پېچلی دی او په دې سیمه کې مېشت امریکایان باید له زیات احتیاط څخه کار واخلي. وزارت همداراز د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریمونو د تړل کېدو او په هوايي او ځمکنیو سفرونو کې د خنډونو د رامنځته کېدو د احتمال خبره کړې ده او له امریکایي اتباعو څخه یې غوښتي چې سیمې ته له سفر کولو او ورڅخه له وتلو وړاندې د هوايي ډګرونو او هوايي شرکتونو وروستي معلومات تعقیب کړي. په دې خبرداري کې ویل شوي چې ایران او د دغه هېواد ملاتړي ډلې ښايي له امریکا څخه بهر د متحدو ایالتونو پر ګټو، له امریکا سره په تړلو ځایونو او په ټوله نړۍ کې پر امریکایي وګړو بریدونه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې امریکایي شرکتونه او نور بنسټونه هم ښايي له ګواښ سره مخ شي، او له امریکایي وګړو یې غوښتي چې په هغو هېوادونو کې چې دوی پکې اوسېږي یا ورته سفر کوي، اړوند امنیتي خبرداریو ته پام وکړي. دا خبرداری داسې مهال خپرېږي چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران د سپاه پاسداران پورې اړوندو اهدافو باندې د نویو بریدونو د پیل خبر ورکړی دی. سنټکام د سې شنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل چې دغه بریدونه د واشنګټن پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شوي او وروسته له هغې ترسره کېږي چې سپاه پاسداران هڅه کړې وه په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو او په سیمه کې پر مېشتو امریکایي ځواکونو بریدونه وکړي. امریکایي پوځیانو تر دې مخکې د یکشنبې په ماښام د خارګ ټاپو پر هغو مواضعو برید کړی و چې د سپاه پاسداران ځواکونو پکې په هرمز تنګي کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو هڅه کوله. د سنتکام په وینا، امریکایي ځواکونو د سپاه پاسداران د ماین ایښودونکو پر وړاندې، چې په هرمز تنګي کې یې ګواښ رامنځته کړی و، «محدود او دقیق اقدام» کړی دی. ایران پر دغه ټاپو د برید په غبرګون کې ویلي چې په اردن کې یې د امریکا پر دوو پوځي اډو برید کړی دی. په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې امریکایي پوځیان د هرمز تنګي ته څېرمه پر ایراني اهدافو «پراخ او ځواکمن» بریدونه کوي. هغه وویل چې دغه بریدونه په هرمز تنګي کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو لپاره د «ایرانیانو د ناکامې هڅې» او په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د اتو توغندیو د توغولو په غبرګون کې ترسره کېږي. هغه زیاته کړه چې ټول توغندي له منځه وړل شوي دي. ټرمپ خبرداری ورکړ چې که ایران د غچ اخیستنې اقدام وکړي، متحده ایالتونه به «لا سخت او پراخ» بریدونه ترسره کړي.