US Agency for Global Media

News and Information from Around the World

← Back to Direct feed
Download metadata bundle

ایا په افغانستان کې د لسیزو جګړو قربانیان ټولو لورو هېر کړي؟

2 Sep 2026, 03:32 GMT
ایا په افغانستان کې د لسیزو جګړو قربانیان ټولو لورو هېر کړي؟
ارشیف، په افغانستان کې د جګرو د یو شمېر قربانیانو انځورونه

په افغانستان کې د تېرو لسیزو جګړو یو شمېر قربانیان او د هغوی خپلوان وایي، ډېر هیله‌من نه‌دي چې یو وخت به‌یې په حق کې عدالت تأمین شي. ډېرو دغو قربانیانو چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما په خپل تازه راپور کې ورسره مرکې کړي، ویلي چې د وخت مسؤلو چارواکو او ادارو ته‌یې د خپل حق د غوښتنې لپاره مراجعه کړې خو هڅو یې نتیجه نه‌ده ورکړې. ځینو نورو بیا ویلي چې د خپل حق له غوښتنې له دې وېرې تېر شوي چې ورڅخه غچ وانه‌خیستل شي، خو ټولو نږدې یوه خبره کړې او هغه دا چې هغه ژور فزیکي، رواني، ټولنیز او اقتصادي زیانونه چې د جګړو په ترڅ کې ورته رسېدلي، تر اوسه ترې کړېږي. نږدې د ۱۹۵ کسانو څخه چې یوناما ورسره مرکې کړي، اکثرو یې د رواني زیانونو لکه خپګان، اضطراب، د زړو خاطرو په یاد راوړل او ټروما اړوند نورو نښو یادونه کړې. د کابل اوسېدونکی محمد چې په تېر حکومت کې یې په کابل کې د کوثر دانش په تعلیمي مرکز کې زده‌کړې کولې او په ۲۰۲۰ کال کې پر دې مرکز په یوه انتحاري برید کې ټپي شوی و، وایي چې ډېر ټولګیوال‌یې په دغه برید کې ووژل شول. نوموړي فرانس‌پرس اژانس ته ویلي چې د دې پېښې قربانیان ټولو لورو، د افغانستان خلکو، حکومت او نړیوالو هېر کړي دي: "کله چې انتحاري حمله وشوه، موږ پوه نه‌شوو چې څه وشول. وروسته چې پاڅېدو، روغتون ته‌یې ولېږدولو، اکثره قربانیان شهیدان شوي وو، پخپله هم ټپي شوی وم، پر مټ مې چره لګېدلې وه، غوږ مې هم زخمي شوی و. له روحي پلوه مې ډېر زیان لیدلی او هغه ضربه چې سر مې لیدلې وه، وروسته مې ونه‌شو کړای چې زده‌کړې وکړم، رواني او نورې ستونزې ډېرې وې." د وخت د حکومت د رسمي شمېرو له مخې په دغه برید کې چې مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی و، لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شوي و. پر داعش سربېره پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په دوو لسیزو کې د جګړې نور مهم لوري، طالبان او نورې ډلې، د جمهوري حکومت او همدارنګه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف ځواکونه په دې هېواد کې د ملکي تلفاتو د زیاتې برخې مسؤل بلل کېږي. ۴۶ کلن خان یوسفي چې زوی یې د حکومتي ځواکونو له‌خوا وژل شوی او مېرمن‌یې ټپي شوې وه، وایي، د هغه وخت ډېرو مسؤلو ادارو ته‌یې مراجعه کړې، خو غږ یې نه‌دی اورېدل شوی. ارشیف، یو شمېر هغه کورنۍ چې په تېرو څلورو لسیزو جګړو کې د خپلو وژل شویو غړو لپاره اعتراض کړی او عدالت غواړي. نوموړي د دې پېښې په اړه فرانس‌پرس ته وویل: "زوی مې ۸ کلن و، د وره په مخ کې یې لوبې کولې، د جمهوریت په دوره کې یو ټانک راغی، هغه‌یې وواهه او په شهادت‌یې ورساوه. مېرمن مې چې ورمنډې کړې، هغه‌یې هم په مرمۍ وویشته چې وروسته مو ایمرجنسي روغتون ته یوړه. وروسته موږ قوماندانۍ، د ولایت مقام او د ملي امنیت ریاست ته مراجعه وکړه، خو هغه وخت چا زموږ غږ وانه‌ورېد. زموږ په حق کې ظلم وشو، هغه کس باید نیول شوی او قضا ته معرفي شوی وی چې له بل چا سره‌یې داسې ظلم نه‌وی کړی، بل کس ته‌یې دغسې زیان نه‌وی رسولی." د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما په دغه راپور کې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د نږدې ۲۰ کلن پوځي حضور له پای ته رسېدو سره سم‌یې د سې شنبې په ورځ خپور کړی، ویلي چې په دې هېواد کې د جګړې د ښکېلو لورو له‌خوا یوازې له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې چې پخوانی حکومت ړنګ او طالبان بیا واک ته ورسېدل، له ۴۰ زره زیات ملکي وګړي وژل شوي او ۷۷ زره نور ټپیان شوي دي. دا چې له هغې مخکې په تېره د ۲۰۰۱ کال وروسته تر ۲۰۰۹ کال پورې د جګړو په ترڅ کې څومره ملکي وګړي وژل شوي، یوناما یې شمېرې نه‌دي خپرې کړي او هغه ځکه چې دې ادارې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې د جګړو په ترڅ کې ملکي وګړو ته د مرګ‌ژوبلې د شمېرو د ثبت بهیر پيل کړ. د یوناما په راپور کې د دې ادارې سرپرستې جورجیټ ګانیون ویلي چې د قربانیانو اړتیاوو ته د رسیدګي لپاره مهمه ده چې اوښتي زیانونه ومنل شي او واکمن چارواکي داسې اقدامات ترسره کړي څو ډاډ ترلاسه شي چې د قربانیانو او د هغو کسانو حقونه تأمین شوي وي چې د جګړې له امله اغېزمن شوي دي. په راپور کې همدارنګه د طالبانو له چارواکو څخه پوښتل شوي چې د جګړو قربانیان او زیانمن شوي ټولنې کومې مهمې اړتیاوې لري او دوی تر څه حده پوره کړي؟ ویل شوي چې چارواکو د مالي منابعو کموالي ته اشاره کړې او هغه‌یې د جګړې د قربانیانو د لاسنیوي لپاره یو لوی خنډ بللی دی. ارشیف، هغه ځوانان چې په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې په یوه حمله کې ووژل شول. دا چې په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو او زیانمن شویو په حق کې تر څه حده عدالت تأمین شوی او هغو لورو چې ملکي وګړو ته‌یې زیانونه رسولي، د خپلو کړنو د جبرانولو په برخه کې خپل مسؤلیتونه پر ځای کړي؟ دا پوښتنه مو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له پخواني استاد نصرالله ستانکزي څخه وکړه. نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې ښکېلو لورو ته عدالت ته د لاسرسي په برخه کې مرستې خو لاپرېږدئ، ان ښکېلو لورو پر خپلو ترسره شویو جرمونو اعترافونه هم نه‌دي کړي: "په ټوله کې په افغانستان کې په تېرو څه باندې ۴۵ کلو کې ټول هغه جنګي جنایات او بشري ضد جرمونه چې شوي دي، بیا تر اوسه پورې، په مجموع کې متضررینو او قربانیانو ته هېڅ ډول عدالت ته د لاسرسي امکانات نه‌دي مساعد شوي. په دې کې مختلفې سیاسي ډلې، جنګي ګروپونه، حکومتونه، نړیوال قوتونه، دوی ټول په‌کې ښکېل دي. په تأسف سره چې خلکو عدالت ته نه لاسرسی درلودلی دی او نه هم هغو لورو چې دغه جنایتونه ترسره کړي، هغوی په خپلو کړنو باندې حتی اعتراف نه‌دی کړی، دا خو لاپرېږده چې دوی خلکو، یا متضررینو ته مرستې ورسولې یا دوی ته‌یې د عدالت په رسولو کې مرسته کړې وي." په افغانستان کې د لسیزو جګړو د قربانیانو او عدالت ته د عاملانو د راکاږلو مسئله پر یوې پېچلې او جنجالي مسئلې بدله شوې. تېر جمهوري نظام کې ډېرې ادارې او بهیرونه رامنځته شول، خو هېڅ یوه‌یې د پام وړ نتیجې ورنه‌کړې. په دې برخه کې په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او د انتقالي عدالت په څېر ډېرې ادارې او بهیرونه رامنځته شول، خو هېڅ یوه‌یې د پام وړ نتیجې ورنه‌کړې. په نړیوال پوځي ائتلاف کې ښکېلو یو شمېر هېوادونو هم د خپلو ځواکونو له‌خوا په افغانستان کې د جنګي او بشریت ضد ترسره شویو جرمونو د ادعاوو په اړه یو لړ څېړنې ترسره کړي چې هغه په دې هېواد کې ملکي وګړو ته اوښتي پراخو زیانونو ته په کتو سره ډېرې ناڅیزې هڅې بلل کېږي. د یوناما په راپور کې همدارنګه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو هم غوښتنه شوې چې د جګړو د قربانیانو لومړیتوبونو او اړتیاوو سره سم، افغانستان ته بشري مرستې برابرې کړي. هغه هېواد ته چې د وګړو نږدې نیمایي برخه‌یې بشري مرستو ته اړتیا لري او نړیوالې مرستندویه ادارې هم ورته د کافي مرستو په رسولو کې پاتې راغلي او عمده علت‌یې هم د مالي سرچینو کمښت بللی دی.