US Agency for Global Media

News and Information from Around the World

← Back to Direct feed
Download metadata bundle

د مېړونو له مرګ وروسته د بقا جګړه؛ افغانې کونډې له بې‌کارۍ کړېږي

2 Sep 2026, 05:50 GMT
د مېړونو له مرګ وروسته د بقا جګړه؛ افغانې کونډې له بې‌کارۍ کړېږي
ارشیف، افغانستان کې یو شمېر کونډې ښځې

په افغانستان کې د کار او ګټې نشتوالي د یو شمېر کونډو ښځو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. دوی وایي، د مېړه له مړینې وروسته د کورنۍ د لګښتونو او د خپلو ماشومانو د راتلونکې مسؤلیتونه د دوی پر اوږو دي، خو د کار پر وړاندې محدودیتونو یې د دې اړتیاوو د پوره کولو فرصتونه کم کړي دي. سیمین، یوه له دغو کونډو مېرمنو چې د درېیو ماشومانو مور ده وايي چې د خپل مېړه له مړینې وروسته د کورنۍ ټول مسؤلیتونه ورترغاړې شول. سیمین وایي، اوس‌یې ماشومان ۷، ۱۰ او ۱۲ کلن دي، خو کله‌یې چې مېړه ووژل شو، درېیم ماشوم‌یې لا نه‌و زېږېدلی او د پلار له مړینې څلور میاشتې وروسته نړۍ ته راغی. د سیمین مېړه چې د ملي اردو سرتېری و، د جمهوري نظام تر سقوط دوه کاله مخکې طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. نوموړې وایي بیا یې د ماشومانو د روزنې او د کورنۍ د لګښتونو مسؤلیت د دې په غاړه شو، هغه چې د طالبانو په بیا راتګ او په یوه دولتي اداره کې د خپلې دندې له لاسه ورکولو وروسته لا سخت شو. سیمین چې د کابل اوسېدونکې ده، وایي تر اوسه‌یې د مسؤلو ادارو له‌خوا هېڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې: "تل په زړه کې وایم، خدایه چې بې‌مېړه شوم، کاشکې چې بې‌دندې شوې خو نه‌وای. زما مېړه په هلمند کې په جګړه کې شهید شو. هماغه کال چې شهید شو، یو یا دوه کاله وروسته حکومت هم سقوط وکړ. ماشومان کله چې بهر څه شی وویني، خوراک، جامې او نور شیان، کور ته راشي او له ما غواړي چې ورته‌یې واخلم. زه بیا په یوه ډول هغوی پوهوم چې موږ یې د اخیستلو وس نه‌لرو." ارشیف، افغانستان کې یو شمېر کونډې ښځې چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټولې شوې دي. دا یوازې سیمین نه‌ده، په افغانستان کې نورې ډېرې کونډې ښځې هم شته چې پخوا یې د خپلو کورنیو د لګښتونو لپاره کار کاوه، خو اوس د ګټې د سرچینو له لاسه ورکولو وروسته له اقتصادي ستونزو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو له مشکلاتو سره مخ دي. له دغو ښځو څخه یوه چې ویې نه‌غوښتل نوم‌یې په راپور کې یاد شي، د پروان ولایت اوسېدونکې او له ۱۸ کلونو څخه د کم عمرو څلورو ماشومانو مور ده. د دې مېړه هم شپږ کاله مخکې په کابل کې په یوې انتحاري حمله کې ووژل شو او وروسته د څلورو ماشومانو مسؤلیت دې ته ورترغاړه شو. په خبره‌یې، پخوا یې په یوه نادولتي مؤسسه کې کار کاوه، خو اوس بې‌کاره ده. وايي، په کرایي کور کې ژوند کوي، هېڅ عاید نه‌لري او له مرستندویه ادارو د ملاتړ غوښتنه کوي: "ستونزې ډېرې دي. که د سهار وي د ماښام نه‌وي او که ماښام خواړه ولرو، د سبا په فکر کې یو. زه که څه هم یوه ښځه یم، هره سختي زغملای شم، خو څلور ماشومان لرم. له مسؤلو ادارو غوښتنه کوم چې مرسته راسره وکړي." یوه بله کونډه ښځه او د دوو ماشومانو مور چې دې هم ونه‌غوښتل نوم‌یې یاد شي، وایي چې مېړه‌یې څلور کاله مخکې ایران ته د ناقانونه کډوالۍ پر مهال مړ شوی دی. دې پخوا د لاسي صنایعو او هنري تولیداتو له لارې د نادولتي مؤسسو لپاره کار کاوه او ګټه‌یې درلوده، خو اوس وزګاره ده. ارشیف، خوست کې یو شمېر کونډې ښځې چې په تېر جمهوري حکومت کې یې دندې درلودې او کار یې کاوه. نوموړې خپلو ماشومانو سره بلخ ولایت کې د خپل پلار په کور کې ژوند کوي او د ژوند لګښتونه د خپل ورور په مرسته برابروي. د دې په خبره، د اقتصادي ستونزو له امله‌یې ۱۰ او ۱۲ کلن ماشومان له ښوونځي پاتې شوي دي: "اوس مهال زما تر ټولو لوی درد بې‌کاري ده او بل درد مې بې‌کوري. بس چې دومره پوهه شم چې له یوه کوچني ځایه لږ عاید لرم او د کور کرایه پرې ورکولای شم، که یو کوچنی کار هم وي چې په پنځه یا شپږ زره افغانیو پیل شي، زه به خپل ژوند پرې تنظیم کړم، خو رښتیا خبره، اوس ډېره کمزورې یم. د بیا واده جرئت مې هم نه‌دی کړی. هڅه مې کړې چې خپل اولادونه په خپله لوی کړم، خو ډېره خجالته او زړه خپه یم، ځکه نه‌شم کولای خپل د پلار کورنۍ سره مرسته وکړم او اوس موږ هم ورباندې بار شوي یو." د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کونډو ښځو د شکایتونو، د دوی د شمېر او د دوی د ماشومانو د ستونزو د حل د څرنګوالي په اړه د ازادي رادیو پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه، خو ځینو کورنیو رسنیو د دې وزارت د ویاند فیصل خاموش له قوله د ۱۴۰۴ کال په پسرلي کې راپور ورکړی و چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ټول افغانستان کې له ۳۹۵ زرو څخه زیات یتیمان او له ۹۸ زرو څخه زیاتې کونډې ښځې ثبت کړې دي. که څه هم ځینې کونډې ښځې د مرستو د نه‌ترلاسه کولو له امله شکایت لري، خو د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي چې کونډو ښځو او یتیمانو ته میاشتني مرستې وېشل کېږي او دا لړۍ دوام لري. د طالبانو حکومت سره له دې چې ادعا کوي د ښځو او نجونو حقوق خوندي دي، خو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له رسېدو وروسته‌یې د ښځو پر کار او اقتصادي فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. دا محدودیتونه لومړی په دولتي ادارو کې پیل شول، وروسته په ۲۰۲۲ کال کې په ټولو نادولتي ادارو کې هم د ښځو کار منع شو او په ۲۰۲۳ کال کې افغان ښځې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو دفترونو کې له کار کولو هم منع شوې. ارشیف، یو شمېر کونډې ښځې چې مخکې یې کولای شول مرستې ترلاسه کړي، خو اوس شکایت کوي چې ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې. درې میاشتې وروسته بیا دوی د ښځو د سینګار د سالونونو په فعالیتونو هم بندیز ولګاوه. ځینې ښځې، په ځانګړي ډول هغوی چې د کورنۍ سرپرستي کوي، وایي دغو محدودیتونو د دوی پر ژوند سخت اغېز کړی دی. د نړیوالو بنسټونو راپورونه هم ښيي چې دغه وضعیت هغه کورنۍ چې سرپرستانې یې ښځې دي، جدي اقتصادي ناورین سره مخ کړې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او د «بشري اقداماتو په برخه کې د جنسیت» کاري ډلې د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې ویلي و چې د ښځو د حقونو د ناورین او د افغانستان د خراب بشري وضعیت له امله نږدې ۱۱ میلیونه ښځې او نجونې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او بې‌کاري او فقر د هغو ۸۳ سلنه کورنیو اصلي ستونزه ده چې ښځې یې سرپرستي کوي. په راپور کې دا هم راغلي و چې شاوخوا ۴۳ سلنه هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستې دي، په ۲۰۲۵ کال کې د معیشت له بېړني وضعیت سره مخ وې او د ژوندي پاتې کېدو او د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره‌یې خطرناکو او کله ناکله نه‌جبرانېدونکو لارو ته مخه کړې ده. د ښځو لپاره د کار فرصتونو ته محدود لاسرسی هم د دې وضعیت د لا خرابېدو له مهمو لاملونو څخه بلل شوی دی. د کار نړیوال سازمان (ای‌اېل‌او) په هغه راپور کې چې د ۲۰۲۶ کال د اګسټ په ۱۸مه خپور شوی، ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې د افغانستان د کار بازار له ژورو جوړښتي بدلونونو سره مخ شوی دی. دا بدلونونه د جنسیتي واټنونو له زیاتېدو، د نارینه‌وو پر کار د زیاتې تکیې او د ښځو د اقتصادي فعالیتونو له پراخې محرومۍ سره مل وو. د راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځو د کار ځواک د ګډون کچه ۵.۱ سلنې ته راټیټه شوې ده او افغانستان له دې پلوه په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې د ښځو د کار ځواک تر ټولو ټیټه کچه لري. سیمین هم د دې وضعیت اغېزو ته اشاره کوي وایي: "لږ تر لږه که مې خپله دنده درلودای، پیاوړې به وم او خپل اولادونه به مې په سمه توګه روزلي وی او د هغوی مسؤلیتونه به مې په ښه ډول ترسره کړي وی."